سعودي عربستان په سوریه کې د اسراییل برید غندلی دی

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د عرب نیوز د راپور له مخې، سعودي عربستان نن د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې د اسراییل هغه برید غندلی چې ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د سوریې چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د کویا په کلي د اسراییل په برید کې لږ تر لږه شپږ ملکي وکړي وژل شوي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اسراییل د نړیوالو قوانینو په پرله پسې سرغړونو سره د سوریې او سیمې امنیت او ثبات د خرابولو کوښښ کوي، او عربستان د داسې هڅو کلک مخالفت کوي.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو پر اړتیا ټینګار وکړ چې په سوریه او سیمه کې د اسراییل د دغو روانو سرغړونو په وړاندې په کلکه او جدي توګه ودرېږي او د حساب ورکونې د نړیوالو میکانیزمونو په فعالولو کې خپل رول ولوبوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې په دې وروستیو کې د جنوبي دیرا ولایت په کویا سیمه کې د سوریې په بمباریو کې خورا زیاتوالی راغلی، چې دوی یې غندی او پر دغه هېواد غږ کوي چې خپل تېري ته د پای ټکی کېږدي.

اسراییل په سوریه کې د بشارالاسد له لرې کولو وروسته هم خپلو بمباریو ته دوام ورکړی.

په سوریه کې د الاسد واکمني تېر کال هغه وخت پای ته ورسېده، چې د ابو محمد الجولاني په مشرۍ وسله والو په جګړه کې چټک پرمختګ وکړ او بشارالاسد یې اړ کړ چې روسیې ته وتښتيد.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمس ادعا کړې وه، چې د سوریې د ابو محمد الجولاني لس زره وسله والو د القاعده ډلې په ملاتړ او د افغان طالبانو د حکومت په همکارۍ په افغانستان کې پوځي روزنې ترلاسه کړې دي.

سارا اډمس د امریکا په یوې ټلویزوني پروګرام کې ویلي، چې الجولاني د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب سره یې لیدنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو