په غزه کې سلګونو کسانو د حماس ډلې پر ضد لاریون کړی

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د غزې په شمال کې سلګونو فلسطینیانو یوه ناڅاپي لاریون کړی او د حماس سخت دریځې ډلې پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

دغو لاریونوالو له اسراییل سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

رویټرز د عيني شاهدانو له قوله وایي، لاریونوالو چي ډیره برخه يې نارينه وو، په بيت لاهيه کي د «حماس بايد ولاړه شي» شعارونه ورکول.

حماس له ۲۰۰۷ کال راهیسې په غزه کې د ټاکنو له ګټلو او د خپلو سیالانو په زور له واکه لرې کولو وروسته پر غزې واکمني کوي.

دغه ډله د اروپایي ټولنې او امریکا له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

دغو اعتراض کوونکو په داسې یوه سیمه کې لاریون کړې چې اسراییلي پوځ له نږدې دوه میاشتني اوربند وروسته تیره اوونۍ په دغه سیمه کې یو ځل بیا درنه بمباري پیل کړه.

د نیویارک ټایمز له‌خوا تایید شوې ویډیوګانې د شمالي ښار بیت لاهیه نیمه ویجاړ شوي سړکونو کې د لاریون کوونکو ډلې ښودلې دي.

ځینو د جګړې د دوام پر ضد د بې طرفه موضوعاتو درلودونکي لوحې لېږدولې، په داسې حال کې چې نورو یې شعارونه ورکول چې حماس دې له سیمې ووځي.

د غزې خلک، لږترلږه په عامه توګه، اسراییل د ډیرو مرګونو، ویجاړیو او قحطۍ لپاره مسوول بولي چې جګړه یې تعقیب کړې.

خو ځینې بیا حماس هم پړه بولي، ځکه دغې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې وتښتول.

نور خبرونه

رادیو