ټرمپ پر وارداتي موټرو ۲۵ سلنه نوې تعرفه ولګوله

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د هغو موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه نوې تعرفې ولګولې، چې امریکا ته راوړل کېږي.

دا مالیات به یوازې پر بشپړ شویو موټرو تطبیق شي، خو د موټرو پر پرزو به نه وي.

تمه کېږي چې راتلونکې اوونۍ کې به نورې تعرفې هم اعلان شي.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه وویل: «دا وارداتي مالیات به “پر ټولو موټرو چې په متحده ایالاتو کې نه دي جوړ شوي تطبیق شي.»

دا روښانه نه ده چې دغه تعرفې دقیقا کومه ورځ نافذه شوي.
د یوه نوي موټر اوسط بیه نږدې ۵۰,۰۰۰ ډالر ده، خو دغه تعرفې به بیې لوړې کړي.
ټرمپ وویل: “دا د امریکا د ازادۍ د ورځې پیل دی. موږ به له هېوادونو څخه د دې لپاره پیسې اخلو چې زموږ په هېواد کې سوداګري کوي، زموږ کارونه اخلي او زموږ شتمني اخلي.“

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: “ما هېڅکله له اېلان ماسک سره د موټرو پر تعرفو خبرې نه دي کړي. تسلا یوه جنجالي موضوع ده. اېلان ماسک زبردست انسان دی. هغه هېڅکله له ما څخه په تجارت کې هېڅ ډول مرستې نه دي غوښتې. زه واقعا لږ حیران یم چې ما هېڅکله نه دي اورېدلي چې اېلان راشی او ووایي چې ایا ته زما لپاره د برېښنایي موټرو په اړه کومه مرسته کولی شې او کنه؟ هغه هېڅکله له ما څخه هېڅ څه شی نه دي غوښتي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د میاشتې په پیل کې ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې تسلا ته د تبلیغ لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.
تر دې مخکې ټرمپ خپلو ګاونډیو هېوادونو کاناډا او مکسیکو ته هم د تعرفو ګواښونه کړي و.
ټرمپ همداراز له کاناډا څخه د فولادو او المونیمو پر وارداتو تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه کړه.

دا هم ویل شوي و، چې د کاناډايي موټرو پر وارداتو تعرفې هم د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۲مې نېټې پلي کېږي.
ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په پیل کې د مکسیکو په ګډون د کاناډا او چین پر وارداتي توکو تعرفې ولګولې، چې وروسته نوموړي د مکسیکو پر یو شمېر وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د یوې میاشتې لپاره وځنډوله.

نور خبرونه

رادیو