ترکي رسنۍ: پولیسو د خلکو په کورونو چاپې وهلي او د اکرم امام اوغلو لسګونه پلویان یې نیولي

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د ترکیې سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد پولیسو د شپې له خوا د خلکو په کورونو چاپې وهلي او د اکرم امام اوغلو لسګونه پلویان یې نیولي دي.
د راپور له مخې، پولیسو د استانبول د نیول شوي ښاروال څه باندې سل پلویان تر اوسه نیولي دي.

د ترکیې د پولیسو له خوا د لاریونوالو او معترضینو پر وړاندې په داسې حال کې دغه تاوتریخوالي رامنځته شوي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې حکومت به د مخالفینو له لوري د ترسره کېدونکو حرکتونو پر وړاندې احساسي غبرګون و نه ښيي.
هغه زیاته کړې، چې دولت به د قانون حاکمیت ته ژمن پاتې شي او د هر ډول سیاسي مخالفتونو پر وړاندې به د ارامۍ او تدبیر لاره غوره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړي، چې په ترکیه کې د اپوزیسیون ګوندونه د حکومت پر پالیسو نیوکې کوي او د بیان د ازادۍ او ډېموکراسۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنې لري.
اردوغان ټینګار کړی، چې د مخالفینو اقدامات به د ترکیې ثبات ته زیان و نه رسوي او حکومت به د ملت ګټو ته ژمن پاتې شي.
په ترکیه کې د دولت ضد پراخ او له تاوتریخوالو ډک لاریونونه تر هغه وروسته پیل شول، چې د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ونیول شو.
اوغلو غوښتل چې د وري په ۳مه د ترکیې د ۲۰۲۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ اعلان وکړي، خو د تېر کال د کب په ۲۹مه د مالي فساد او د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور ونیول شو.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د سې شنبه ورځ وویل، چې د تېرو شپږو ورځو لاریونونو پرمهال څه باندې څوارلس سوه کسان نیول شوي، چې له یاد شمېر څخه ۴۷۸ کسان قضایي ادارو ته پېژندل شوي دي.
له دې سره د ترکیې د خبريالانو اتحادیې هم ویلي، چې د لاریونونو په ترڅ کې تر اوسه اوه خبریالان نیول شوي دي.
له دې پراخو نیونو سره - سره معترضین وایي، چې لاریونونو ته به همداراز دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ بیا د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په لیدنه کې په دغه هېواد کې د وروستیو لاریونونو او لاریونوالو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو