متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین او روسیې سره موافقه وکړه، چې د تور سمندر په سیمه کې د دواړو هېوادونو بېړۍ کولی شي خوندي تګ راتګ وکړي او دواړه هېوادونو باید د یو بل د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه و نه کړي.
که دا موافقه عملي شي، نو دا به د اوربند د پراخېدو تر ټولو روښانه پرمختګ وي، چې واشنګټن یې د سولې خبرو ته د رسېدو د پله په توګه ګوري، ترڅو د روسیې درې کلنه جګړه په اوکراین کې پای ته ورسوي.
دواړو هېوادونو ویلي، چې دوی به د تړونونو د عملي کولو لپاره پر امریکا باور وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کییف کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "که چېرې روسیه له دې څخه سرغړونه وکړي، نو زه له ولسمشر ټرمپ څخه مستقیمه پوښتنه لرم. که دوی سرغړونه وکړي، دلته شواهد دي - موږ د بندیزونو غوښتنه کوو، موږ د وسلو غوښتنه کوو، او داسې نور."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: «موږ ته به روښانه ضمانتونه پکار وي او له کییف سره د تېرو توافقاتو د بدې تجربې له مخې، دغه ضمانتونه یوازې د واشنګټن له لوري زېلېنسکي او د هغه ټیم ته د مستقیم امر نتیجه کېدلی شي.»
دغه تړونونه چې په سعودي عربستان کې ترلاسه شوي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوښت پایله ده.
له مسکو سره د موافقې له مخې واشنګټن ژمنه کړې، چې د روسیې د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرې د صادراتو بازار ته د بېرته لاسرسي لپاره مرسته وکړي.
کریملین ویلي، چې دا به د ځینو بندیزونو د لرې کولو اړتیا ولري.
دغه خبرې وروسته له هغې وشوې، چې تېره اونۍ ټرمپ له دواړو ولسمشرانو زېلېنسکي او پوتین سره جلا ټلیفوني خبرې وکړې.
پوتین د ټرمپ هغه وړاندیز رد کړ، چې د ۳۰ورځو لپاره بشپړ اوربند رامنځته شي، کوم چې اوکراین تر دې وړاندې تایید کړی و.
روسیې د اوکراین د برېښنا شبکې پر ضد د توغندیو او ډرون بریدونه کړي.
په وروستیو کې اوکراین د روسیې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو اوږده واټن ویشتونکي بریدونه کړي او وايي، چې دا تاسیسات روسي ځواکونو ته سون توکي برابروي او د جګړې تمویل سره مرسته کوي.
د جګړې په لومړیو کې روسیې پر اوکراین یو نااعلانه سمندري بندیز ولګاوه، چې د نړۍ د غنمو د سترو صادروونکو هېوادونو له جملې څخه دی او د نړۍوال خوراکي بحران د خرابېدو وېره یې رامنځته کړه.
په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب، د تور سمندر د غلو دانو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د جګړې باوجود اوکراین ته اجازه ورکړل شوه، چې خپله غله صادره کړي.
خو روسیه له دغه تړون څخه په ۲۰۲۳ کال کې ووتله او ادعا یې وکړه، چې د دوی د خوراکي توکو او سرې صادرات له خنډ سره مخ دي.
خو د ۲۰۲۳راهیسې سمندري جګړې د جګړې یوه کوچنۍ برخه وه، ځکه چې روسیې خپل سمندري ځواکونه د تور سمندر له ختیځې برخې څخه وروسته له هغه واېستل، چې اوکراین پرې څو بریالي بریدونه وکړل.
دا موافقه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې پرون (دوشنبه) امریکایي او روسیي چارواکي په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې وې چې امریکا د هڅه کوله چې د تور سمندر لپاره د یوه جلا سمندري اوربند هوکړه تر لاسه کړي.
رویټرز ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین درې کلنې جګړې له پای ته رسولو سره لېوالتیا زیاته کړې ده.