سي‌پي‌جې: په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي او د خبریالانو خوندي‌توب له ګواښ سره مخ دی

AP ۱۴۰۴ وری ۵

د خبریالانو د خوندي‌توب نړۍواله کمېټه یا سي‌پي‌جې وايي، تېره ورځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل د هوايي بریدونو په ترڅ کې دوه خبریالان وژل شوي، چې په دې سره د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د وژل‌شویو خبریالانو شمېر ۱۷۰ ته ورسېد.

نوموړې کمېټې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۲۶مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي او د خبریالانو خوندي‌توب له ګواښ سره مخ دی.

دغې کمېټې ویلي، په وژل‌شویو خبریالانو کې یو کس ۲۳ کلن حسام شباط و چې د غزې په شمال کې یې د الجزیري خبري شبکې لپاره کار کاوه.

د اسراییل دولت ادعا کړې، چې شباط او د الجزیرې شبکې یو شمېر خبریالان له حماس سره اړیکې لرلې او د جګړې پرمهال یې له حماس سره په بریدونو کې برخه اخیستې وه، خو د خبریالانو د خوندي‌توب نړۍوالې کمېټې بیا دا ادعا بې بنسټه بللې او له اسراییل یې غوښتي، چې پر خبریالانو خپل بریدونه ودروي.

د یادې کمېټې په بیان کې راغلي، دا لومړی ځل نه دی چې د غزې د جګړې پرمهال خبریالان په نښه کېږي، بلکې د دغې جګړې له پیل راهیسې د رسنیو ډېری دفترونه کنډواله شوي او د خبریالانو ژوند په بشپړه توګه له ګواښ سره مخ شوی دی.

د خبریالانو د خوندي‌توب نړۍوالې کمېټې په ټوله نړۍ کې پر خبریالانو د بریدونو د ډېروالي او پر خپلواکو رسنیو د دولتونو د فشار خبرداری ورکړی دی.

دغه بنسټ همداراز د ترکیې په استانبول کې د دې ښار د ښاروال د نیول‌کېدو پر ضد وروستیو لاریونونو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د دغو لاریونونو په ترڅ کې یو شمېر خبریالان د پولیسو له‌خوا نیول شوي او زیاتوي، چې دا د مطبوعاتو د ځپلو په معنا ده.

په بیان کې د سي‌پي‌جې اجراییوي رییس جوډي ګینسبرګ په حواله ټینګار شوی، چې نړۍواله ټولنه باید د خبریالانو د دفاع لپاره اقدامات وکړي او په وینا یې، د خپلواکو رسنیو کمزوري‌کول په ټوله نړۍ کې ډېموکراسي له ګواښ سره مخ کولای شي.

د یادونې ده، چې د بشري حقونو فعالانو او د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو ډېر ځله د غزې په ګډون په ټوله نړۍ کې د خبریالانو او د مطبوعاتو د ازادۍ د خوندي‌توب لپاره د بېړنيو اقداماتو غوښتنې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو