امریکا د ایران د استخباراتو درې چارواکي د لوینسون په قضیه کې د لاس‌لرلو په تور تحریم کړل

AP ۱۴۰۴ وری ۵

د امریکا د خزانې وزارت د (اېف‌بي‌ای) د پخواني مامور رابرټ لوینسون د برمته کولو، نیولو او احتمالي مړینې په تور د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو درې چارواکي تحریم کړل.

دغه وزارت د سې شنبه په ورځ (د وري ۵مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې رضا امیري مقدم، غلام حسین محمدنیا او تقي دانشور هغه کسان دي، چې د امریکا د فدرالي ادارې (اېف‌بي‌ای) سره په همغږۍ نومونه یې د بندیزونو په نوملړ کې راغلي دي.
د امریکا د خزانې وزارت په خبره، یاد درې کسان د لوینسون د برمته کولو او احتمالي مړینې ترڅنګ ښایي د نوموړي په قضیه کې د ځینو مواردو په پټولو او تحریف کې هم رول ولري.
د امریکا د خزانې وزیر اسکاټ بسنټ دې بندیزونو ته په اشارې سره وویل: «له ښاغلي لوینسون سره د ایران چلند د دې حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په تور تاریخ کې یوه د شرم نښه ده. مونږ به له نورو دولتي بنسټونو سره په همکارۍ د دې اقدام د مسوولینو د پېژندلو او د دوی د ظالمانه چلند د افشا کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو.»
د (اېف‌بي‌ای) پخوانی مامور رابرټ لوینسون په ۱۳۸۵ کال کې له دوبۍ څخه کیش ټاپو ته تر الوتنې وروسته لادرکه شو.
د نوموړي کورنۍ په ۱۳۹۹ کال کې اعلان وکړ، چې هغه مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د خزانې وزارت څه موده مخکې د پزشکیان حکومت د نفتو پر وزیر محسن پاک‌نژاد چې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه‌پاسداران په ګډون د وسله‌والو ډلو د نفتي سرچینو پر میلیاردونو ډالرو د څارنې مسوولیت لري، هم بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو