د اوسکار ګټونکی فلسطیني فلم جوړونکی حمدان بلال د اسراییل له بنده خوشې شو

AP ۱۴۰۴ وری ۵

د اوسکار جایزې ګټونکی حمدان بلال چې د «بله خاوره نه شته» (No Other Land) په نوم د مستند فلم جوړونکی دی، د اسراییل له بنده خوشې شو.

نوموړی چې تېره ورځ د یوه برید په پایله کې ټپي شوی و، د اسراییلي پوځ له خوا ونیول شو.

د بلال همکار یووال ابراهام د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې حمدان بلال د اسراییلي پوځ اډه کې ټوله شپه وهل شوی، خو اوس ازاد شو او د خپلې کورنۍ خوا ته روان دی.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دوی خبریالانو بلال او دوه نور فلسطینیان د اسراییلي استوګنځي کریات اربع کې د پولیسو له مرکز څخه وتلو پر مهال لیدلي دي.
د راپور له مخې، بلال پر مخ زخمونه درلودل او پر جامو یې د وینې نښې وې.
بلال دغه خبري اژانس ته ویلي: “زه یې د پوځ په اډه کې ساتلی وم او مجبور کړای شوم چې د یخچالي هوا لاندې ویده شم. زما سترګې یې ۲۴ ساعته تړلې وې. ټوله شپه مې سړه تېره کړه. یوه کوټه وه، ما څه نه‌شوای لیدلی. یوازې مې د سرتېرو د خندا غږونه اورېدل چې پرما یې مسخرې کولې.”
حمدان بلال او د No Other Land مستند فلم نور همکاران یې دا میاشت د ۹۷م اکاډمي جایزو (اوسکار) پر مهال د جایزې ګټلو پر مهال ستیج ته وختل.

دا فلم د اسراییلي اشغال لاندې د فلسطینیانو ژوند ته ځانګړی شوی دی.
"بله خاور نه شته" مستند فلم چې سږکال یې د غوره مستند فلم لپاره د اوسکار جایزه وګټله، د یطا کډوالو کمپ د اوسېدونکو هڅې انځوروي، چې د اسراییلي پوځ له خوا د دوی کلیو د ویجاړولو مخه نیسي.

بلال او عدرا دواړه د یطا اوسېدونکي دا مستند فلم د دوو اسراییلي ډایرکټرانو یووال ابراهام او راحیل زور سره په همکارۍ جوړ کړی دی.
دې مستند فلم د ۲۰۲۴ کال د برلین په نړۍوال فلم فسټیوال کې هم څو جایزې وګټلې.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ شاوخوا یو شمېر کسانو چې ځینو یې ماسکونه اغوستي وو، ځینې یې وسله وال وو او ځینو نورو یې د پوځ یونیفورم لرلو، د روژې ماتي پر مهال د نیول شوې غزې سوسیا کلي باندې برید وکړ.
د کلي اوسېدونکو ویلي، کله چې اسراییلي سرتېري راورسېدل، نو دوی خپل ټوپکونه د فلسطینیانو لور ته ونیول، په داسې حال کې چې مېشتو کسانو د تیږو ویشتلو ته دوام ورکړ.
د حمدان بلال مېرمنې لامیا بلال ویلي، چې کله یې خاوند بهر وهل کېده، هغې له خپلو درېیو ماشومانو سره دننه ځان پټ کړی و.
هغې وویل: “ما د خپل خاوند چیغې اورېدې، چې ویل یې زه مړ کېږم، امبولانس ته زنګ ووهئ،
کله مې چې د کړکۍ له لارې وکتل، درې سرتېري مې ولیدل چې بلال د ټوپکونو قیضو سره وهي.”

د بخښنې نړۍوال سازمان دا برید غندلی او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.
بلال ویلي، دا برید د یوه پېژندل شوي اوسېدونکي له خوا شوی، چې مخکې یې هم ورته ګواښونه کړي وو.
په یوې ویډیو کې چې د اګسټ میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو خپرېږي، دغه اوسېدونکي له نورو ماسک لرونکو کسانو سره یوځای، بلال ته وايي: “دا زما ځمکه ده، خدای راکړې ده.”
په ویډیو کې هغه بلال ته سپکاوی کوي او هڅه کوي، چې جګړه ورسره وکړي.

همداراز هغه ورته وايي: “بل ځل به دا خبره ښه پایله ونلري.”

نور خبرونه

رادیو