د ترکیې خبریالانو ټولنه: تر دې دمه لس خبریالان د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي

AP ۱۴۰۴ وری ۵

په ترکیه کې د خبریالانو ټولنه وايي، په دغه هیواد کې د استانبول د ښاروال او د رجب طیب اردوغان د اصلي سیال اکرم امام اوغلو له نیول کیدو وروسته په ټوله ترکیه کې د خبریالانو د ځورونې نوې څپه پیل شوې او تر دې دمه لس خبریالان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي.

یورو نیوز د ترکيې د خبريالانو ټولنې له قوله وایي، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د خبريالانو پر نيولو سربېره د اوښلن ګاز، پلاستيکي مرميو او فزيکي بريدونو په کولو سره د لاريونونو د خبري پوښښ مخه نيولې ده.

دغه ټولنه وایي چې تر دې دمه لږ تر لږه لس خبریالان د شپنیو عملیاتو پر مهال په کورنو کې نیول شوي او ګڼ شمېر نو د لاریونونو د پوښښ پر وخت د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. خبر زیاتوي چې لا هم پولیس هڅه کوي، چې د لاریونونو له صحنو څخه د ټلویزوني کانالونو د ژوندیو خپرونو مخه ډب کړي.

په ورته وخت کې د ایکس ټولنیزې شبکې اعلان کړی، چې د ترکیې حکومت د رسنیو، ژورنالیستانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون د ۷۰۰ څخه د ډیرو کاروونکو اکاونټونو د بندولو قضايي حکمونه صادر کړي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دغه ولسي لاريونونه «د اپوزيسيون حرکتونه» بللي او ادعا يې کړې، چې د خلکو د جمهوري غوښتونکو ګوند د مظاهرو په ترڅ کې د تاوتريخوالي مسوول دی.

په همدې حال کې اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې د دوی هدف د ډیموکراسۍ ساتنه او د حکومت د مخالفینو په سیسټماتیک ډول د له منځه وړلو مخنیوی دی.

دوی د اردوغان د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د امام اوغلو او نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کوي.

د بشري حقونو بنسټونو او اروپايي هېوادونو د دغه پراخ جبر په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د امام اوغلو نیول او د خبریالانو ځورول به ترکیه نوره هم له ډیموکراټیکې لارې لیرې کړي او له اروپايي ټولنې سره به د دغه هېواد الحاق ته زیان ورسوي.

د ډیسک میډیا ټولنې د خبریالانو د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کړې او دا کار یې "د مطبوعاتو پر ازادۍ او د خلکو د پوهیدو پر حق برید" بللی دی.

بلخوا تېر کال د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي و، چې په ترکیه کې د اردوغان د واکمنۍ په لسیزه کې ۷۷خبریالان د «ولسمشر د سپکاوي» په تور محکوم شوي او پنځه تنه وژل شوي دي.

دغې نادولتي موسسې ویلي چې لږ تر لږه ۸۵سلنه ملي رسنۍ د حکومت له خوا کنټرولېږي.

نور خبرونه

رادیو