د ډنمارک لومړۍ وزیره: متحده ایالات په ګرینلېنډ "د نه منلو وړ فشار" راوړي

AP ۱۴۰۴ وری ۵

د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن د سې شنبې په ورځ د دې اونۍ په جریان کې د ډنمارک نیمه خپلواکې سیمې ته د متحده ایالاتو د لوړپوړي پلاوي د ناغوښتل شوي سفر څخه مخکې وویل، چې متحده ایالات په ګرینلېنډ باندې "د نه منلو وړ فشار" راوړي.

امریکايي پوځي اډې ته سفر کې به د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د هغه مېرمن اوشا ونس، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د انرژۍ وزیر کریس رایټ هم شامل وي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د جمعې په ورځ به ګرینلېنډ ته سفر وکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل وړاندیز بیا تکرار کړ، چې امریکا باید ګرینلېنډ ونیسي او ویې ویل، چې دا پراخه ټاپو د امریکا د ملي امنیت لپاره مهمه ده.

فریډریکسن دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل، چې دا د ګرینلېنډ خلکو پورې اړه لري چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغې ډنمارکي رسنیو ډي ار او ټي وي ۲ ته وویل: "زه باید ووایم چې په دې حالت کې په ګرینلېنډ او ډنمارک باندې فشار راوړل د منلو وړ نه ده او دا هغه فشار دی چې موږ به یې پر وړاندې مقاومت وکړو."
د جنوري په میاشت کې د کانونو بډایه ټاپو ته د ټرمپ د مشر زوی ډونالډ جان ټرمپ د شخصي سفر راهیسې، ټرمپ په دوامداره توګه د ګرینلېنډ د متحده ایالاتو سره یوځای کېدو په اړه خبرې کړې دي او د ګرینلېنډ اوسېدونکي یې هڅولي، چې له متحده ایالاتو سره یوځای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نظر پوښتنو ښودلې، چې د ګرینلېنډ نږدې ټول اوسېدونکي د متحده ایالاتو سره د یوځای کېدو مخالفت کوي.

نور خبرونه

رادیو