د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنستګر عمران خان خپل وکیل فیصل چوهدري د حقوقي ډلې له غړیتوب څخه اېستلی دی.
سرچینې وایي، چې دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ اډیاله زندان کې د پی ټي ای بنستګر سره د حقوقي ډلې د ملاقات پر مهال شوې او د ګوند مشر سلمان اکرم راجه د فیصل چوهدري د بیانونو په اړه عمران خان سره معلومات شریک کړي دي.
عمران خان هم د فیصل چوهدري د اېستلو منظوري ورکړې، چې له دې منظورۍ څو شیبې وروسته چوهدري د تحریک انصاف د وکیلانو له واټس اپ ګروپ څخه هم واېستل شو.
له دې سره له فیصل چوهدري څخه قضیې او نور قانوني مسوولیتونه هم اخېستل شوي دي.
دا چې اکرم راجه د فیصل چوهدري د کومو بیانونو په اړه عمران خان سره معلومات شریک کړي او ولې چوهدري اېستل شوی معلومات نه دي شریک شوي.
سرچینو دا هم زیاته کړې، چې، رتلونکې لیدنه کې به مشال یوسفزۍ هم ګډون وکړي.
مشال یوسفزۍ د پي ټي ای یوه تاثیر لرونکې غړې ده، چې دوه ورځې وړاندې یې رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د پاکستان حکومتي سیسټم له عمران خان څخه وېره لري.
هغې دا هم ویلي و، چې له بشرا بي بي او عمران خان سره یې د ملاقات لپاره مخه نیول کېږي.