رویټرز خبري اژانس د فلسطین د روغتیایي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ پر غزې د اسراییل بریدونو لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي دي.
له بل پلوه امنیتي سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې مصر د غزې د اوربند د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.
دغه وړاندیز تېره اونۍ وروسته له هغه شوی، چې اسراییل (د مارچ په ۱۸مه) د حماس پر وړاندې هوايي او ځمکني عملیات بیا له سره پیل کړل.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې (د مارچ له ۱۸مې نېټې) د اسراییل په هوايي بریدونو او ډزو کې نږدې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې لږ تر لږه ۴۰۰ ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
خو ډاکترانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په وژل شویو کسانو کې دوه سیمهییز خبریالان محمد منصور او حسام شبات هم شامل دي.
د فلسطین د خبریالانو یوې ټولنې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۶ تنه خبریالان وژل شوي دي.
حماس وایي، چې د دوی څو لوړپوړي سیاسي او امنیتي چارواکي هم په دغو وروستیو بریدونو کې وژل شوي دي.
له بل پلوه دوه امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي، مصر له حماس غوښتنه کړې چې هره اونۍ پنځه تنه اسراییلي یرغمل خوشې کړي او اسراییل له لومړۍ اونۍ وروسته د اوربند دویم پړاو پلي کړي.
امنیتي سرچینو وویل، چې امریکا او حماس دواړو له دغه وړاندیز سره هوکړه کړې؛ خو اسراییل لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
د حماس یوه چارواکي رویټرز ته وویل:« د منځګړو سره د تشې د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره څو وړاندیزونه تر بحث لاندې دي؛ ترڅو ګډې هوکړې ته ورسېږي او د تړون دویم پړاو پیلولو لپاره لاره هواره کړي.»
د وتلو لپاره مهالوېش
سرچینو ویلي، چې د مصر په وړاندیز کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې له غزې څخه د اسراییل د بشپړ پوځي وتلو لپاره یو مهالوېش هم شامل دی، چې د امریکا د تضمینونو په ملاتړ سره به وي.
حماس اسراییل د جنورۍ میاشتې د اوربند تړون پر ماتولو تورن کړی؛ خو ویلي یې دي چې د نوي اوربند په اړه خبرو اترو ته لېواله دی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف وېټکوف وړاندیزونه مطالعه کوي.
اسراییل وايي، چې خپل پوځي عملیات یې بیا پیل کړي؛ ترڅو حماس اړ باسي، چې په غزه کې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
هاخوا بیا د فلسطین چارواکو د یکشنبې په ورځ د نږدې ۱۸ میاشتو شخړو څخه د مړو شمېر له ۵۰،۰۰۰ څخه ډېر وباله.
اسراییل په غزه کې خپل برید وروسته له هغه پیل کړ، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس جنګیالیو د اسراییل په سوېلي برخه برید وکړ چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ملکي وګړي وو.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی به په غزه کې خپل حضور کم کړي.
دغه ځرګندونې وروسته له هغه شوې، چې د دغو نښتو په تازه څپه کې د دغې ادارې پنځه کارکوونکي ووژل شول.
له بل پلوه د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل، چې په وروستیو ورځو کې په غزه کې ۱۲۴،۰۰۰ فلسطینیان بې ځایه شوي دي.