د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې ډېر ژر به د امریکا او اوکراین ترمنځ د اوکراین د حیاتي معدنی سرچینو د عوایدو د شریکولو په برخه کې یو تړون لاسلیک شي.
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د خپلې کابینې له غړو سره په کتنه کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات له اوکراین سره د دې احتمال په اړه خبرې اترې کوي، چې د دې هېواد د برېښنا د تولید د فابریکو مالکیت امریکايي شرکتونه جوړ کړي.
یو امریکايي پلاوي د یکشنبې په ورځ له اوکرایني چارواکو سره وکتل او د دوشنبې په ورځ یې پلاوی د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له روسي چارواکو سره خبرې کوي.
دا خبرې تر ډېره په تور سمندرګي کې پر اوربند متمرکزې وې، خو ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکراین پر ضد د روسیې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې نورې مسلې هم راپورته شوې دي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «اوس موږ د پولو او بېلتون د کرښو د ټاکلو او همدارنګه د برېښنا د بندونو د واک او مالکیت په اړه خبرې کوو. ځینې په دې باور دي چې امریکا باید د برېښنا د بندونو مالکیت ولري... ځکه چې موږ لازم تخصص لرو.»
د ریاض خبرې اترې د اوکراین په جګړه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره د متحده ایالاتو په هڅو کې یو مهم بدلون بلل کیږي.
د امریکا پخوانۍ خبرې د روسیې او اوکراین له هر یوه پلاوي سره یوه یا څو ورځې جلا وې، خو دا ځل په یوه ځای کې د هر چا شتون کولای شي کارونه چټک کړي.