ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، چې که متحده ایالاتو بندې شوې مرستې بیا پیل نه کړي، نو د دې ډار شته چې هره ورځ په ټوله نړۍ کې د اېډز ۲۰۰۰ نوې پېښې رامنځته شي.
دغه سازمان وايي، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د اېډز له امله ۶.۳ میلیونه کسان مړه شي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري له ۲۰ راهیسې د واک ترلاسه کولو سره د متحده ایالاتو نږدې ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې.
څو ورځې وروسته د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له اېډز سره د مبارزې لپاره بېړني پروګرامونه به دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو د اېډز پروګرام اجراییوي رییس ویني بیانیما خبریالانو ته وویل: "د متحده ایالاتو له خوا د تمویل دا ناڅاپه بندېدل د ډېری کلینیکونو د تړلو لامل شوی دی. د زرګونو کارکوونکو د ګوښه کولو امکان زیات دی. دا ټول په دې معنا دي چې موږ تمه لرو چې د نویو قضیو شمېر به ډېر شي."
بیانیما زیاته کړه، چې که د اپرېل په میاشت کې د ۹۰ ورځو په پای کې د یوسایډ تمویل بیا پیل نه شي یا د بل هېواد له خوا دا پروګرام تمویل نه شي، "په څلورو راتلونکو کلونو کې به د اېډز له امله ۶.۳ میلیونه اضافي مړینې رامنځته شي."
د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې د اېډز له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۶۰۰ زره و.
هغه زیاته کړه: " موږ د لس چنده زیاتوالي په اړه خبرې کوو."
د ملګرو ملتونو د اېډز پروګرام تېر کال د متحده ایالاتو څخه ۵۰ مېلیون ډالر اصلي تمویل ترلاسه کړ، چې د ملګرو ملتونو د ادارې د ټولې بودیجې ۳۵ سلنه جوړوي.