ایرانی ډېپلوماټ: طالبان په مذاکراتو کې هېوادونو ته د امتیازونو له ورکولو ډډه کوي

AP ۱۴۰۴ وری ۴

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو مخکېني رییس رسول موسوي په کابل کې د محمد صادق او طالب چارواکو ترمنځ وروستیو خبرواترو ته په اشارې په یوې مقاله کې ویلي، چې دغه ډله په مذاکراتو کې هېوادونو ته د امتیازاتو له ورکولو ډډه کوي.

دا مقاله د دوشنیې په ورځ (د وري ۴مه) «ایراف» خبري اژانس له‌خوا خپره شوې او په کې راغلي، طالبان یوازې د هغو موضوعاتو په هکله چې په ګټه یې دي، خبرې کوي او د هغو موضوعاتو په تړاو چې د دغې ډلې په ګټه نه‌دي، خبرې نه‌کوي.

موسوي د پاکستاني اړخ د ادعاوو پر خلاف چې دغه سفر یې بریالی بللی، باوري دی چې د طالبانو او پاکستاني استازي ترمنځ وروستي مذاکرات او خبرې‌اترې د دغې ډلې په ګټه وې.

د هغه په ​​وینا، دغه سفر په ټوله کې د طالبانو لپاره ډېرې لاسته‌راوړنې لرلې؛ ځکه د تورخم دروازه چې له دې مخکې د سوداګریزو توکو د راکړې‌ورکړې لپاره پر افغانستان د فشار راړلو یوه وسیله ګرځېدلې وه، د صادق له سفره مخکې پرانيستل شوه او د دغه سفر په پای کې دواړو اړخونو هوکړه کړې، چې سیاسي او نور موضوعات باید له سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ څخه جلا شي.

دغه مخکېني ایراني ډېپلوماټ زیاته کړې: «طالبان په خپلو سیاسي مذاکراتو کې له مختلفو هیوادونو سره، په ځانګړې توګه د خپلو اړیکو موضوعات پر بېلابېلو برخو وېشي؛ هغه څه چې د هغوی په ګټه وي، پرې هوکړه کوي، هغه څه چې د هغوی لپاره ګټه نه‌لري، مذاکرات نیمګړي پرېږدي او په عین حال کې، له مقابل لوري څخه د موضوعاتو د جلا کولو لپاره ټولییزه هوکړه ترلاسه کوي.»

موسوي ویلي، چې له ایران سره د اوبو حقابې د موضوع په تړاو د طالبانو د خبرواترو دا تاکتیک او همداراز له ترهګرۍ او پاکستان سره د پولې پورې اړوند موضوعاتو په هکله افغان لوری بریالی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو مخکېني رییس رسول موسوي ټینګار کړی، چې طالبانو کابل ته د محمدصادق د سفر پر مهال هم ورته تاکتیک کارولی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق په درې ورځېني سفر افغانستان ته تللی و او له طالب چارواکو سره یې د امنیت، سوداګرۍ، او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د کموالي په موخه خبرې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو