من و تو رسنۍ د خبر له مخې، د ترکيې جمهوري غوښتونکو ګوند اعلان کړی چې د استانبول پخوانی ښاروال اکرم امام اوغلو یې په رسمي توګه د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دغه ګوند د نوماند په توګه نومولی دی.
ویل کېږي، چې دغه پرېکړه د ګوند دننه تر خپل منځي تاکنو وروسته شوې ده.
ښاغلی امام اوغلو اوس د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د اصلي او یوازیني سیال په توګه پېژندل کېږي.
امام اوغلو چې په دې وروستیو څو میاشتو کې له سختو سیاسي فشارونو سره مخ دی؛ له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د استانبول د ښاروالۍ له مقام څخه ونیول شو، چې اوس په زندان کې دی.
د اپوزیسیون ګوند لهخوا دغه چاره د سیاسي کودتاه په توګه یاده شوې، چې د پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوه.
د اوغلو له نیول کېدو وروسته یوه پوهنتون د هغه د زدهکړو سند هم لغوه کړ او نوموړی یې په اغېزمنه توګه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډونه بې برخې کړ.
امام اوغلو په یوه ویډیویي پیغام کې چې په خواله رسنۍ کې خپور شوی ویلي: "موږ له لوی ظلم سره مخ یو؛ خو زه غواړم تاسو پوه شئ، چې زه لا ناهیلي نه یم."
هغه د ترکیې حکومت د خلکو ارادې په غصبولو تورن کړی دی.