د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله: تهران باید هېڅکله د اټومي وسلو څښتن نه‌شي

AP ۱۴۰۴ وری ۴

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کاجا کالاس چې په دې وروستیو کې اسراییل ته تللې وايي، د ایران حکومت «د سیمې او نړۍ ثبات ته ګواښ دی» او هېڅکله باید د اټومي وسلو څښتن نه‌شي.

هغې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۴مه) په اورشیلم کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د تهران اټومي پروګرام او د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ په ګډون د دغه هېواد اقداماتو ته په شارې کړې دي.

کاجا کالاس زیاته کړې، اروپايي ټولنه د ایراني حکومت د اټومي وسلو د لاس‌رسي د مخنیوي لپاره د هرې ډېپلوماتیکې هڅې ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مسوولې کاجا کالاس اسراییل ته د سفر پرمهال ایران د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره یو ګواښ بللی او په وینا یې، اسلامي جمهوریت ته باید هېڅکله د اټومي وسلو جوړونې اجازه ورنه‌کړل شي.

ورته‌ مهال، په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر سعار ادعا کړې، چې هېواد یې د «ازادې نړۍ د ارزښتونو د دفاع» لپاره د ایران اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد د نیابتي ډلو پر وړاندې مبارزه کوي.

سعار زیاته کړې: «موږ دمګړی د ازادې نړۍ لپاره مبارزه کوو. ایران، حوثیان، حماس او حزب‌الله پر مونږ برید کوي ځکه چې مونږ ورته نږدې یو.»

نوموړي په ​​غزه کې د اسراییلي برمته‌‌شویو کسانو وضعیت ته په شارې ویلي، چې ۵۹برمته‌شوي کسان لا هم له حماس سره بندیان دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام د پراختیا په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنې ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو