د امریکا او روسیې چارواکو د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې دي، چې موخه یې د اوکراین پر سر پراخ اوربند ته رسیدل دي.
واشنګټن په ځانګړې توګه هڅه کوي چې د تور سمندر لپاره د یوه جلا سمندري اوربند هوکړه تر لاسه کړي.
دغه خبرې وروسته له هغه پیل شوې چې د امریکا استازو د یکشنبې په ورځ له اوکرایني چارواکو سره په سعودي عربستان کې خبرې وکړې.
رویټرز وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین درې کلنې جګړې له پای ته رسولو سره لېوالتیا زیاته کړې ده.
د خبرو موخه دا ده چې د تور سمندر د سمندري اوربند لپاره زمینه برابره شي، څو د کښتیو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړل شي. په دې سیمه کې په وروستیو میاشتو کې پراخ نظامي عملیات نه دي شوي.
په دې خبرو کې د روسیې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ګریګوري کاراسین او د فدرالي امنیتي خدمت سلاکار سرګي بسیدا د مسکو استازیتوب کوي.
ټرمپ د دغو خبرو پر جریان عمومي رضایت څرګند کړی او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ګډون څخه یې ستاینه کړې ده.
خو د اروپا لوی ځواکونه شک لري چې ایا پوتین به له خپلو سختو غوښتنو څخه چې له۲۰۲۲ کال راهیسې یې مطرح کړې دي، شاتګ وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې خبرې به د کنټرول کرښې پر سر هم متمرکزې وي.
دغه راز د اعتماد جوړونې اقدامات، لکه د هغو اوکرایني ماشومانو بېرته ستنول چې روسیې وړي دي، هم د خبرو برخه ده.
روسیې ویلي، چې دوی به د تور سمندر د کښتیو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي، خو دا یادونه یې هم کړې چې د تور سمندر د غلو دانو اصلي هوکړه په بشپړه توګه نه ده عملي شوې.
په ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب، د تور سمندر د غلو دانو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د جګړې باوجود، اوکراین ته اجازه ورکړل شوه چې خپله غله صادره کړي.
خو روسیه له دغه تړون څخه په ۲۰۲۳ کال کې ووتله او ادعا یې وکړه چې د دوی د خوراکي توکو او سرې صادرات له خنډ سره مخ دي.