د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. د افغانستان بانک نږدې میاشت مخکې هم د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره ۲۰ میلیونه ډالره وپلورل.
د افغانستان بانک نن سې شنبې د وري په څلورمه په اېسکپاڼه کې په شرايطو برابرو له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښتي، چې په دغه بولۍ کې دې ګډون وکړي.
بانک ویلي، چې د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي دي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه تصفيه کړي.
په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ واکمنېدو پسې افغانستان ته د میلیون ډالري کڅوړو بندېدو پسې د څو ورځو لپاره د افغانۍ ارزښت وغورځېد، خو طالبانو یې په مقابل کې د تدابیرو نیولو او ډالرو لیلامولو سره ارزښت بېرته پرځای کړ.
افغانستان انټرنشنل ته د کپ ۶مه یو شمېر صرافانو ته ویلي وو، چې طالبانو د افغانۍ د ثبات ساتلو پر موخه پر دوی یو شمېر بندیزونه هم لګولي او د « شهزاده سرای په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په ازاده توګه بولۍ» یا د ډالرو پیر و پلور نه شي کولای.
د کابل شهزاده سرای څخه یې صراف زیاته کړې وه، چې د طالبانو استخبارات دوکان په دوکان ګرځي او د اسعارو اړوند نرخونه هم د صرافانو پر ځای د دغه ډلې له لوري په زوره ټاکل کېږي.
که څه هم طالبان په ښکاره توګه ځان له اقتصادي پلوه پیاوړی ښيې، خو باورونه دا دي چې دا ادعاوې ناسمې دي او دوی د بودېجې له کسر سره مخ دي، چې همدې امله د دولتي کارمنانو د معاشونو په ورکړه کې هم ځنډ او خنډ رامنځته شوی دی.