بلال کريمي له هند څخه غوښتي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي

۱۵ ساعتونه مخکې

په چین کې د طالبانو سفير بلال کريمي د هند له پخواني ډيپلومات سودهیندرا کلکرني سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې نوی دیلی دې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پانګونې وکړي.

کريمي هيله ښودلې، چې هند په افغانستان کې پخوانۍ نيمه پاتې پروژې هم بیا پيل کړي.

په چين کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په لیدنه کې د طالبانو او هند ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، ترانزيټي او کونسلي مسایلو بحث او خبرې وشوې.

د هند پخواني ډيپلومات کلکرني زياته کړه، چې د هند او طالبانو ترمنځ د سیاسي اړیکو د زياتېدو هڅه کوي.

نوموړي هم هيله ښودلې، چې هند به په افغانستان کې د روغتیا، ودانیزو، برېښنا او نورو برخو کې پانګونې وکړي.

د طالبانو سفير بلال کريمې يو ځل بیا له هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست له مخې د سالمو اړیکو غوښتنه کړې ده.

طالب سفیر بلال کريمي زياته کړې چې منځنۍ اسیا ته د هندي توکو د لېږد په برخه کې افغانستان مهم ترانزيټي رول ادا کولی شي.

په دې ورستیو کې د طالبانو او هند اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د طالبانو له حکومت سره د نوي ډېلي د تعامل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و : «هو موږ له طالبانو سره اړیکې لرو، خو دلته دوه مهم ټکي دي، یو دا چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او بل دا چې موږ غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.»

نور خبرونه

رادیو