اسراییل: په خان یونس کې مو د حماس د سیاسي دفتر لوړپوړی غړی اسماعیل برهوم وژلی دی

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د اسراییل د دفاع وزیر اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ په خان یونس کې د ناصر روغتون په برید کې "په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر لوړپوړی غړی اسماعیل برهوم" وژلی دی.

حماس هم تایید کړې، چې اسماعیل برهوم وژل شوی.

یسراییل کاټز وویل، چې د اسراییل پوځ په دې عملیاتو کې چې د یکشنبې په ماښام ترسره شول، "برهوم" پکې ووژل شو.

کاټز د دې عملیاتو په ترسره کولو کې د اسراییل د اردو او د هېواد د امنیتي ادارې (شین بټ) د همکارۍ په ستاینه کې زیاته کړه، چې برهوم په غزه کې د حماس د نوي لومړي وزیر په توګه کار کاوه او په تېرو ورځو کې د عصام دعالیس له مړینې وروسته د نوموړي ځای ناستی ګومارل شوی وو.

د اسراییل د دفاع وزیر هم په غزې تړانګه کې د حماس د مرکزونو په خلاف د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پراخولو اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه بریدونه به د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو تر ازادولو پورې دوام ولري.

د حماس غورځنګ د تیرې یکشنبې په شپه د خان یونس په ناصر روغتون باندې د اسراییلو په هوایی برید کې د خپل سیاسي دفتر د غړي اسماعیل برهوم وژنه تایید کړې.

د حماس د روغتیا وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د اسراییل په وروستیو هوايي بریدونو کې د ناصر روغتون د جراحۍ څانګه په نښه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د طبي سرچینو په حواله ویلي، چې په دې برید کې پنځه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلي پوځ د بیان له مخې، په دې عملیاتو کې یو "پواینټ بم" هم کارول شوی دی.

د اسراییل ټایمز خبري ویب پاڼې لیکلي، چې برهوم د حماس د سیاسي دفتر غړی و.

تېر کال اروپايي ټولنې د برهوم نوم د بندیزونو په لېست کې واچاوه او اعلان یې وکړ، چې هغه د حماس په مالي فعالیتونو کې لاس لري.

نور خبرونه

رادیو