د ټرمپ سلاکار: امریکا د ایران د اټومي پروګرام د "بشپړ ختمولو" په لټه کې ده

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د یکشنبې په ورځ وویل، چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام د "بشپړ له منځه وړلو" په لټه کې ده.

والټز ویلي: "ایران باید خپل پروګرام په داسې طریقه پرېږدي چې ټوله نړۍ یې وګوري."

والټز سي بي اېس ته ویلي: " لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا سر ته رسېږي، ټول انتخابونه په مېز پراته دي او د دې وخت رارسېدلی چې ایران په بشپړه توګه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له غوښتنې څخه ووځي."

همداشان د یکشنبې په ورځ د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف وویل، چې د احتمالي نوي اټومي موافقې په اړه علي خامنه يي ته د ټرمپ لاسرسی د پوځي اقدام د مخنیوي یوه هڅه ده.

ویټکوف فاکس نیوز ته وویل: "موږ اړتیا نه لرو چې هرڅه په نظامي ډول حل کړو .ایران ته زموږ اشاره دا ده چې موږ سره کښېنو او وګورو چې ایا موږ کولای شو د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې، سم ځای ته ورسېږو او که موږ ونه شو کولی، بدیل غوره بدیل نه دی."

ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې وویل، چې خامنه يي ته یې یو لیک استولی او خبرداری یې ورکړی، چې له ایران سره د مبارزې دوه لارې شته: "نظامي او یا تاسو تړون وکړئ."

خامنه يي د خبرو اترو لپاره د امریکا وړاندیز "خیانت" وباله او ویې ویل، چې د ټرمپ له ادارې سره خبرې اترې به "د بندیزونو زنګونه ټینګ کړي او پر ایران به فشار زیات کړي."

همدا ډول د ایران لوړپوړي ډیپلومات عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې تهران به ډېر ژر د لیک دواړو "ګواښونو او فرصتونو" ته ځواب ووایي.

هغه د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، تر هغه چې واشنګټن خپله د فشار پالیسي بدله نه کړي له امریکا سره خبرې ناشونې دي.

تهران له اوږدې مودې راهیسې ویلي، چې دا پروګرام یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې مشر رافیل گروسي تېره میاشت وویل، چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره د یوې موافقې لپاره وخت په تېرېدو دی، ځکه چې تهران د وسلو درجې ته نږدې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې له تهران سره د اټومي تړون لپاره دروازې خلاصې پاتې دي، ټرمپ د "اعظمي فشار" کمپاین بیا پیل کړ، چې هغه د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ دوره کې پلي کړی و.

په دغه کمپاین کې د هېواد د تېلو صادرات صفر ته اړولو هڅې هم شاملې وې.

امریکا د جنورۍ په ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راستنېدو راهیسې د ایران د تېلو پر خرڅلاو څلور پړاوه بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو