د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا لپاره پخوانی مشر سیدرسول موسوي کابل ته د امریکایي پلاوي راتګ ته په اشارې پر اېکس پاڼه لیکي، داسې ښکاري چې د سیمې سیاسي او استخباراتي دستګاوې په بېغورۍ اخته دي.
هغه زیاته کړې، دا یو داسې حالت دی لکه څنګه چې په افغانستان کې د جمهوریت د پرځېدو پر مهال وو.
رسول موسوي کابل ته د امریکایي پلاوي سفر د طالبانو د بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ټکی بللی او لیکلي یې دي، چې د ځینو معلوماتو له مخې یاد پلاوی لومړی کندهار ته تللی او له غونډو وروسته بیا کابل ته تللی.
څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي اډم بوایلر د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
کابل ته د دغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګلیزمن چې یو امریکايي وګړی و، له دوه کلن بند وروسته خوشې شو.
د دغه امریکایي وګړي له خوشې کېدو ورسته زلمي خلیلزاد وویل، چې طالبانو د ډونالډ ټرمپ او د امریکا د خلکو لپاره د "ښه نیت" په توګه د ګلزمین خوشې کول منلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس د ګلیزمن خوشې کېدو سره سم خبریالانو ته وویل، د طالبانو لهخوا د نیول شوي محمود شاه حبیبي او نورو امریکايي وګړو په هکله اندېښنه لري.
د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکایانو له وتلو وروسته دا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکايي پلاوي لومړی سفر و.