ترکیه کې د اکرم امام اوغلو د پلویانو لاریونونه په پنځمه شپه په تاوتریخوالي واوښتل

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د استانبول د زنداني شوي ښاروال اکرم امام اوغلو د پلویانو لاریونونه په پنځمه شپه په تاوتریخوالي واوښتل.

د استانبول ښاروالۍ هم اعلان وکړ، چې امام اوغلو د ولسمشرۍ لپاره د خپل ګوند سمبولیک لومړني انتخابات وګټل.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د اردوغان د حکومت د مخالفینو او د امام اوغلو د پلویانو له خوا د اعتراضونو له څپې وروسته د استانبول ښاریان هم د یکشنبې په ورځ سړکونو ته راووتل.

دغه لاریونونه د پولیسو له مداخلې او د لاریون کوونکو د خورولو لپاره له اوښکو بهوونکو ګاز څخه د کار اخیستو سره مل وو.

د خلکو د غونډو په اړه خپرې شوې ویډیوګانې دا هم په ډاګه کوي، چې د انقرې، ازمیر او انتالیا په ښارونو کې په زرګونو لاریون کوونکو لاریون کړی دی.

د ترکیې د حکومت امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په انقره او نورو ښارونو کې سلګونه لاریون کوونکي نیولي دي.

امام اوغلو د اردوغان تر ټولو مهم سیاسي مخالف دی، چې د مالي فساد په تور نیول شوی.

نوموړي زندان ته له سپارلو مخکې اعلان وکړ، چې هغه به " تسلیم نه شي" او په خلکو یې غږ وکړ، چې د دې عمل په وړاندې په ټول هېواد کې لاریونونه وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د اردوغان د حکومت د مخالفینو او د استانبول د نیول شوي ښاروال د پلویانو د پراخو غونډو په دوام سره د یکشنبې په ورځ هم په دغه ښار کې خلکو مظاهرو ته دوام ورکړ.

په ورته وخت کې چې لاریونونه په شدت سره پیل شوي، ترکي چارواکو داېکس ټولنیزې شبکې څخه وغوښتل، چې د ۷۰۰ څخه د ډېرو کاروونکو حسابونه بند کړي چې اپوزیسیون ته منسوب شوي.

د دې غوښتنې په ځواب کې د اېکس د ارتباطاتو ټیم اعلان وکړ: "موږ د ترکیې د معلوماتي او مخابراتو ټېکنالوژۍ ادارې د مکرر پرېکړې سره مخالفت کوو چې په ترکیه کې د رسنیو، ژورنالستانو، سیاسي شخصیتونو، محصلینو او نورو اتباعو د ۷۰۰ څخه زیاتو اکاونټونو د بندولو غوښتنه کوي."

اېکس زیاته کړه: "موږ باور لرو چې د ترکیې د حکومت دا پرېکړه نه یوازې غیرقانوني ده، بلکې په ملیونونو ترکي کاروونکي په خپل هېواد کې معلوماتو او سیاسي بحثونو ته له لاسرسي څخه محروموي."

نور خبرونه

رادیو