د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د سوداګرۍ کچه لوړه وه او د شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده. د دغه وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د خلکو د پیرودلو د ځواک وده د دې لامل شوې وه چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله د سوداګرۍ کچه لوړه شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، په تېر کال کې د سوداګرۍ کچه لوړه وه.
نوموړی وايي، د ۱۴۰۲ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د خلکو د پیردلو ځواک ښه شوی، چې له امله یې په افغانستان کې سوداګرۍ وده کړې ده.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۳ کال کې له افغانستان نه یو میلیارد ۷۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۱۱،۱۶۴ میلیارد ډالر واردات ترسره شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، له افغانستان نه ډیر صادرات پاکستان، هند، عربي متحده امارات، ازبکستان، ایران قزاقستان، چین، ترکیې او عراق ته شوي دي.
د نوموړي په وینا، له افغانستان نه په صادراتو کې کرنیز محصولات لکه انځر، ممیز او همدارنګه غالۍ، پنبه او قیمتي ډبرې شاملې وې.
عبدالسلام جواد زیاتوي، چې افغانستان ته ډیر واردات له ایران، عربي متحده امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، هند، او مالیزیا څخه شوي دي.
د نوموړي په خبره، په وارداتو کې پټرول، ډیزل، اوړه، د موټرو پرزې، مایع ګاز، کتان، درمل، غوړي او وریژې شامل وو.
که څه هم د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ۱۴۰۲ کال په پرتله په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه ښيي خو شنونکي وايي، چې د افغانستان د وارداتو او صادراتو ترمنځ بېلانس نشته او ډېره برخه وارداتي توکي جوړوي.