په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال ته ویلي، چې د تورخم دروازه نن سهار ۸ بجې پر دغه لاره د پلي تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
ویل کیږي، چې دا مهال یوازې ویزه لرونکي مساپر د تګ راتګ اجازه لري، او ناروغانو ته یې ځانګړې اجازه ورکړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب جواد په یوه خپور کړي ویډیویي پیغام کې ویلي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې خو نن او سبا ورځ یې عاجلو ناروغانو ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورکړې، او له عامه مساپرو یې غوښتي چې په دغو دوه ورځو کې تورخم ته له ورتګ ډډه وکړي.
د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۱مه، ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د تاسیساتو جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوې وه، په دغه موده کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او طالبانو تر منځ څو ځله وسله والې نښتې هم رامنځته شوې چې ځاني او مالي تاوانونه یې هم لرل.
یاده دروازه د ۲۶ ورځو تر بندېدو ورسته د دواړو لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو په منځګړتوب د سوداګریزو چارو لپاره تېره ورځ پرانستل شوه، خو په وسله والو نښتو کې د مسافرینو د ثبت سیسټم د زیانمېدو له امله د پلیو تلونکو مساپرو پر مخ لا هم بنده پاتې وه.
د یادولو وړ ده، چې د دغې دروازې بندېدو نه یوازې دا چې په تورخم تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومان په ګډون ډیری مساپرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې، بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداکریزو توکو بار لارۍ ولاړې وې.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي حاجي ګل مراد عرب، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله هر ورځ سوداګرو ته ۱۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی.
د تورخم دروازه چې د ډیورڼد په کرښه یو له مهمو داروازو څخه ګڼل کېږي، هر ورځ پرې سوداګر خپل سوداګریز مالونه او زرګونه وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي، دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم دروازه تړل او بېرته پرانستل کېږي، بلکې په تېرو وختونو کې هم د دواړو هېوادو ترمنځ د ځینو شخړو له امله تړل شوې او پرانستل شوې ده.