د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی د اطلاعاتو مشاور وکیل علي سیف د شنبې په ورځ په مرکزي حکومت نیوکه وکړه، چې له افغانستان سره یې د ترهګرۍ په اړه خبرې نه دي پیل کړي او ټینګار یې وکړ، چې د پاکستان امنیت له لوېدیځ ګاونډي سره تړلی دی.
د جيو نيوز په پروګرام کې وکیل سيف پوښتنه وکړه چې ولې حکومت د دې اعتراف سره سره چې ترهګرې شبکې د پولې له هاخوا فعاليت کوي، له افغان چارواکو سره خبرې نه کوي.
هغه وپوښتل " که دوی پوه شي چې ستونزه چېرته ده، څه شی دي چې د خبرو مېز ته د افغانستان راوستلو مخه نیسي؟"
نوموړي وویل، مرکزي حکومت نه خپله له کابل سره ښکېل دی او نه بل چا ته اجازه ورکوي، چې له افغانستان سره خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه، چې له افغان چارواکو سره خبرې اترې به د ترهګرۍ د وروستۍ څپې په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د نوموړي په وینا: "موږ له ټولو هغو سازمانونو سره چې د پاکستان پر ضد فعال دي، د حل لارې موندلو ته اړتیا لرو، پوښتنه دا ده چې ایا موږ غواړو چې جګړه روانه وساتو او که دا مسله حل کړو؟"
علي سیف یادونه وکړه، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دا هوکړه شوې، چې افغان طالبان به د پاکستان امنیتي اندېښنو ته ځواب وايي.
هغه دغه راز زیاته کړه: "حتی کله چې د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د پي ډي اېم حکومت واک ته ورسېد، دې بحثونو دوام درلود، خو د کابل سره د اړیکو د خرابېدو وروسته دا هم ودرول شول."
نوموړي مرکزي حکومت پر بې کفايتۍ تورن کړ او ويې ويل، چې که سمې ډېپلوماټيکې هڅې شوې واى، روانه شخړه به هواره شوې واى.
سیف زیاتوي: "ترهګري زموږ خاوره سوځوي او علي امین ګنډاپور هڅه کوي چې د اور سره مبارزه وکړي، خو دا د مرکزي حکومت مسوولیت دی چې دا جګړه پای ته ورسوي."