د خوست اوسېدونکي: طالبان په علي‌شېرو ولسوالۍ کې پر خلکو «بې‌کیفیته» درمل وېشي

AP ۱۴۰۴ وری ۱

د خوست یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دغه ولایت په علي‌شېرو ولسوالۍ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي د درملو اتحادیې په مرسته پر خلکو «ناسم او بې‌کیفیته» درمل وېشي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رارسېدلو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبانو له‌خوا د دغو وېشل شویو درملو د ختمېدو نېټې ته ډېر کم وخت پاتې دی.

سرچینې وايي، چې په خوست کې د طالبانو روغتیايي چارواکي او د رشیدالله همدرد په مشرۍ د درملو اتحادیه دا درمل په وړیا توګه پر خلکو وېشي، خو زیاتوي چې دغه درمل په دې وروستیو کې له یو شمېر درملتونو او روغتیايي مرکزونو څخه د «بې‌کیفیته او تاریخ تېر شویو» په نوم راټول شوي دي.

سرچینې ټینګار کوي چې دا درمل په لرو پرتو او داسې سیمو کې پر خلکو وېشل کېږي چې ډېری یې له زده‌کړو بې‌برخې، په عامه اصطلاح بې‌سوادان او د دغو درملو له زیانونو بې‌ خبره دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا درمل تر ډېره حده پر امېندواره ښځو، عمرخوړلو او ماشومانو وېشل شوي او زیاتوي چې دې چارې په خوست کې ډېری لوستي ځوانان اندېښمن کړي دي.

د روغتیايي چارو د کارپوهانو د څېړنو له مخې، د تاریخ تېر شويو درملو کارول نه یوازې دا چې ګټه نه‌لري، بلکې د الرژي یا حساسیت په ګډون خلکو ته د بېلابېلو خطرناکو ناروغیو د پېښېدو لامل کېدلای شي.

د کابل د سردار محمد داوود خان روغتون یو متقاعد ډاکټر محمود (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «د بې‌کیفیته او تاریخ تېر شویو درملو کارول له نویو درملو سره په تضاد کې دي او په پایله کې کولای شي د ناروغ روغتیا ته د ګټې پر ځای جدي زیان ورسوي. خلکو ته مشوره ورکوو چې یوازې پر معیاري او د ډاکټر له تشخیص سره سم درمل وکاروي او د تاریخ تېر شویو درملو له کارولو دې جدي ډډه وکړي.»

طالبان په خوست کې دا چاره داسې مهال مخته وړي چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د هېواد روغتیايي سکټور له سخت ناورین سره مخ شوی دی.

د یادونې ده چې د هېواد د روغتیايي سکټور په برخه کې د معیاري خدمتونو او درملو نشتوالی یوه لویه ننګوونه بلل کېږي او له کبله یې د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو