په پکتیکا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، هغه وسلې او مهمات يې نيولي، چې په قاچاقي ډول له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې قاچاقبران له ډيورنډ کرښې اوښتي او تښتېدلي دي.
په پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وسلې او مهمات يې تېره شپه ناوخته د ګزمې پر مهال نيولي دي.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې په نیول شویو مهماتو کې ۱۶ میله کلاشنیکوفونه، ۵ میله ایم فور ټوپک، ۱۶ تومانچې، ۴۵۰۰ د تومانچې مرمۍ، ۴۸ د تومانچو بې غږه خولې، ۶ زره برېښنايي پټاکۍ او دوه موټرسایکلونه شامل دي.
طالبانو ویلي، چې قاچاق کوونکي له ډيورنډ کرښې اوښتي او تښتېدلي دي.