محمود فضلي: افغانې نجونې هم له طبیعت او هم د تعلیم له انساني حق محرومې کړای شوې

AP ۱۴۰۳ کب ۳۰

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د طالبانو له لورې د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشاره د نوي کال په مناسبت پیغام کې ویلي، چې افغانې نجونې هم د خدای ورکړي طبیعت له احساسولو او هم د زده کړو د له انساني حق نه محرومې کړای شوې دي.

فضلي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې پسرلی د ښه طبیعت او تعلیم زېری ورکوي، خو افغانې نجونې هم د خدای ورکړي طبیعت له احساسولو او هم د تعلیم له انساني حق نه محرومې کړای شوې دي.

نوموړی وايي، افغانې نجونې د ناانساني سیاستونو له امله له زده کړو محرومې دي.

فضلي د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون د دروازو بندولو، د کار اجازې نه ورکولو او په ټولنه کې له هر ډول مشارکت څخه بې برخې کېدو ته په اشاره وايي:«دا کومه تصادفي پېښه نه ده، بلکې د تاریخ تکرار او یو تاریخي ظلم دی. دا د یوه ملت د راپورته کېدو او سیال کېدو پر وړاندې د خنډ جوړولو یوه زړه او تکراري استعماري پروژه ده چې په پوره بې رحمۍ او قساوت د حاکمې نیابتي ډلې په وسیله پلې کېږي.»

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې پخوانی ریس وايي، په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پرمختللې افغاني مفکوري او زده کړو خلاف پروژه د پیړیو وړاندې پروژو دوام دی او نسلونه تباه کوي.

فضلي زیاتوي، «دا خبره د لمر په څېر نوره روښانه ده چې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز نه زموږ د ټولنې له عقایدو سرچینه اخلي او نه هم زموږ له دودونو، بلکې دا یوازې د واکمنې نیابتي ډلې بهانې دي چې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره یې زموږ د نسلونو تباهۍ ته کار ویلی دی».

دغه پخوانی چارواکی وايي، چې د افغانانو د پرمختګ لپاره باید مبارزه وشي، خو بهرنۍ "فیشني" پروژې نه یوازې له دې مبارزې سره مرسته نه شي کولای بلکې د مبارزې په لاره کې خنډونه جوړوي.

نور خبرونه

رادیو