ایراني رسنۍ اېرنا راپور ورکړی، چې د ایران له زندانونو خوشې شوي ۱۴۹ افغان بندیان طالبانو ته سپارل شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغه کسان د سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان زندانونو څخه د قانوني لړۍ تر بشپړولو وروسته خوشې شوي دي.
په راپور کې د ایران د عدلیې وزارت په حواله ویل شوي، چې دغه کسان د نشهیي توکو په جرمونو تورن وو.
د ایران د عدلیې وزارت دارنګه هیله څرګنده کړې، چې په راتلونکې کې به د مالیزیا، پاکستان، ترکیې او افغانستان اړوند بهرني بندیان خپلو هېوادونو ته وسپاري.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اړوندو هېوادونو د همکارۍ سره به د نوي کال په اوږدو کې شاوخوا زر تنه بهرني بندیان خپلو هېوادونو ته وسپاري.
خو له بل پلوه ایران وخت نا وخت د دغه هېواد په زندانونو کې افغان بندیان اعداموي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان دا هم ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو بهرنیانو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ تر بل هر وخته چټکه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو په دار ځړولو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان زندانیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.
سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو لوړې وي.