د بشري حقونو څار سازمان: له پاکستانه جبري اېستل به افغانان له ځورونې او بې وزلۍ سره مخ کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۹

د بشري حقونو څار سازمان وایي، له پاکستانه جبري اېستل به افغانان له ځورونې او بې وزلۍ سره مخ کړي.
دغه سازمان ویلي: «پاکستاني چارواکو په افغان کډوالو ناوړه فشارونه زیات کړي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ چېرې چې دوی د طالبانو له‌خوا د ځورونې له ګواښ سره مخ دي.»

د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی. ښځې او نجونې له زده‌کړو منع شوې دي او له خپلو پراخو حقونو او ازادیو بې برخې شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او پخواني حکومتي کارکوونکي تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکي غوښتي، چې د افغانانو د اېستنې لړۍ سملاسي ودروي او هغو کسانو ته چې له ګواښونو سره مخ دي؛ خوندي فضا برابره کړي.
د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار سازمان مشرې ایلین پیرسن وویل: «په افغانستان کې طالب چارواکي باید د راستنېدونکو افغانانو پر وړاندې د هر ډول غچ اخیستنې مخه ونیسي او د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې ناوړه پالیسۍ بېرته واخلي.»
دغه سازمان کاږلي، چې روان زېږدیز کال پاکستاني پولیسو په کورونو چاپې وهلي، خلک یې وهلي، په خپل سر یې بندیان کړي او د کډوالو اسناد یې ترې تروړي دي.
دغه سازمان ته افغان خبریال مسعود رحمتي وویل، چې ان هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي یا د استوګنې معتبر کارتونه لري خوندي نه دي.
د هغه په وینا: «موږ د پي او ار کارتونه لرل؛ خو پولیسو زموږ کارتونه پرې کړل او موږ یې افغانستان ته واستوو.»
دغه اندېښنې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې له پاکستانه د بې‌اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د اېستنې لپاره یوازې یوه نیمه اوونۍ پاتې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې مېشتو بې اسناده او د اې سي سي کارت لرونکو افغانانو ته د روانې مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې له دغه هېواده ووځي؛ کنه له جبري ستنېدو سره به مخ شي.

نور خبرونه

رادیو