نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د هسپانیا دولت د یوې پرېکنده پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر محمدرحیم پيرزاده د «جنسېځورونې له جدي تورونو» وروسته له خپل ډېپلوماتیک خونديتوب څخه محروم کړی دی.
ټېلګراف ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) په یوه راپور کې پیرزاده د ډېپلوماتیک خونديتوب د اخیستلو لامل د هسپانیا قضايي بنسټونو ته له هغه څخه د یوې افغانې مېرمن د «جنسيځورونې» شکایت بللی دی.
په راپور کې د دې ښځې مستعار نوم یې «انیس» یاد شوی او ادعا یې کړې، چې په هسپانیا کې د افغانستان سفیر د سفارت په یوې مېلمستیا کې د هغې څنګ ته ورغلی او د قوي نشهیي توکو له کارونې وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د تېلګراف د راپور پر بنسټ، د هسپانیا چارواکو له دې پېښې وروسته لازمې څېړنې ترسره کړي چې په پایله کې یې د افغانستان سفیر د خپل ډېپلوماټیک ماموریت له خونديتوب څخه محروم شوی دی.
ورته مهال، هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې رحیم پیرزاده نور په دغه هېواد کې د افغانستان د رسمي استازي په توګه نه پېژندل کېږي او همداراز له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو حقونو څخه محروم شوی دی.
نوموړي وزارت د جنسي ځورونې له قربانیانو سره د خپلې خواخوږۍ د شریکولو ترڅنګ ټینګار کړی چې هېڅوک نه شي کولای له ډېپلوماټیک ماموریت څخه په ګټېاخیستنې «ناقانونه او ناانساني کړنې» ترسره کړي.
په هسپانیا کې افغان ډېپلوماټيکې استازولۍ تر اوسه د دغه هېواد دولت د پرېکړې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته محمدرحیم پیرزاده په مادرید کې د افغانستان د سفارت چارسمبالۍ پر غاړه واخیستې او ورسره یې له دغې ډلې سره د همکارۍ خبر ورکړی و.