په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې: طالبان په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له ټولنې باسي

۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې وایي، طالبان په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له ټولنې باسي.

هغه وايي، افغان مېرمنې باید د عامه ژوند او تصمیم نیولو په ټولو پړاونو کې بشپړ، مساوي او خوندي ګډون ولري.

دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوس لاسن د دوشنبې په ورځ، په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستنتدویه ماموریت یوناما د کاري مودې غځولو په غونډه کې امنیت شورا ته وکړې.

اغلې کریسټینا وویل، دا د ډنمارک لپاره خورا مهمه ده، چې بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته انعکاس ورکړي او په دې تړاو د امنیت شورا پیغام لا روښانه دی.

هغې زیاته کړه، چې د امنیت شورا په یوه متحد غږ سره د افغانستان خلکو ته دا وښودله چې نړېوالې ټولنې دوی نه دي هېر کړي.

مارکوس لاسن خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د سختو سیاستونو دوام او له ټولنې څخه د ښځو په سیستماتیک ډول ایستلو په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د ډنمارک اړیکې د افغانستان د حالت او نړیوالو سیاستونو په چوکاټ کې د پام وړ دي. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډنمارک د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو او د افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه د احتیاط سیاست غوره کړی دی.

ډنمارک د بشري حقونو، د ښځو د حقوقو، او د افغانستان د خلکو د رفاه په اړه له اندېښنو سره سره، د افغانستان د خلکو لپاره بشري مرستې چمتو کوي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو سره همکارۍ کوي.

نور خبرونه

رادیو