د پاکستان د پوځ او پارلمان ګډه ناسته: هند او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

د پاکستان د ملي امنیت پارلماني کمېټې غونډه کې ددغه هېواد پوځي مشرانو یولړ شواهد وړاندې کړل چې ادعا کوي د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د پاکستاني جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان پارلمان په دې ځانګړې ناسته کې چې نن د سې شنې په ورځ د کب ۲۸مه د تړلو دروازو ترشا و شوه، د پارلمان د غړو او پوځ پر مشرانو سربېره د څلورو ایالتونو سر وزیرانو او والیانو هم ګډون درلود.

په غونډه کې، چې شاوخوا دوه ساعته روانه وه، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي او ترهګریزو پېښو پر ډېروالي خبرې شوې دي.

د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، په ناسته کې پوځي او استخباراتي چارواکو ویلي، چې د هند استخباراتي اداره (RAW) او ځینې «افغان عناصر» د جنګیالیو ډلو مرسته او ملاتړ کوي، چې دا کار د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

د افغان عناصرو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې د طالبانو یو شمېر ډلې د ټي ټي پي په ملاتړ تورنې کړې دي.

د پاکستان پوځ پارلمان ته ویلي چې استخباراتي راپورونه ښيي، چې د افغانستان خاوره په پرله پسې ډول په پاکستان کې د بریدونو د پلانولو لپاره کارول شوې ده.

پوځ همدراز ویلي چې په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي او د بنو امنیتي مرکز وروستي بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو او په یادو بریدونو کې «ګڼو افغانانو» ګډون درلود.

که څه هم دوی د کوم هېواد نوم دی اخیستی خو ویلي یې دي چې جنګیالیو په بهر کې جوړې شوې وسلې کارولې دي.

د پاکستان پوځي چارواکو ددغه هېواد پارلمان ته منلې، چې روژې میاشتې کې وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.

دوی همدراز ویلي، چې جنګیالۍ ډلې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو له خوا تمویلیږي.

دې غونډې ته د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور لګېدلی او دا اور ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېدلی شي. نوموړي د سیمې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې دا ګواښ جدي ونیسي.

هغه وویل، «نړۍ نشي کولی له دې مسالو ځان ګوښه کړي او باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره فعال او ستراتیژیک چلند وکړي.»

په دې غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې «ملت د ترهګرۍ پر وړاندې متحد دی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ کوي».

مولانا فضل الرحمان په بهرنیو جګړو کې د پاکستان د ښکېلتیا پر وړاندې خبرداری ورکړی او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د امریکا په مشرۍ ترهګرۍ ضد جګړې ته د پاکستان د ورګډېدو پرېکړه یې یوه لويه تېروتنه بللې ده.

فضل الرحمان پر افغانستان د جګړې ناوړه اغېزې روښانه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستانی ریاست باید د بل چا په جګړه کې شامل نه شي.

پاکستان داسې مهال له امنیتي ننګونو او ترهګریزو پېښو سره لاس او ګریوان دی، چې په سیمه کې فعالې ډیری جنګیالۍ ډلې ددغه هېواد له استخباراتو سره پخوانۍ اړیکې او په افغانستان کې د ورانکاریو او نظامونو د پرځولو سابقه لري.

نور خبرونه

رادیو