د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، سراج الدین حقاني له خپلې دندې استعفا نه ده ورکړې.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې سراج الدین حقاني له خپلې دندې استعفا ور کړې او د دې ډلې مشر ته یې کندهار ته استولې ده.
خو عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني د استعفا راپورونه رد کړل.
ښاغلي قانع ټینګار وکړ، چې دا خبر ریښتیا نه دی او له رسنیو یې وغوښتل چې "د هغو تبلیغاتو له منعکس کولو ډډه وکړي چې له واقعیت لرې وي."
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول اعلان کوي، چې د سراج الدین حقاني د استعفا اوازې دروغ دي او رسنۍ باید یوازې د حقایقو پر بنسټ راپور ورکړي.
تر دې مخکې په رسنیو کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزارت د سراج الدین حقاني د استعفا په اړه خبرونه خپاره شوي وو.