ملا هبت الله کندهار کې د اختر د لمانځه امامت کړی

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې د اختر په لومړۍ ورځ عیدګاه جومات ته تللی او هلته یې د لمانځه امامت هم کړی دی.

د طالبانو ویاند لیکلي، چې د اختر د لمانځه پرمهال زرګونه کسانو ګډون کړی و.

هغه پر اېکس له دغه پوسټ سره د کندهار د عیدګاه جومات د تېر کمکي اختر د لمانځه پر مهال اخیستل شوی انځور خپور کړی دی.

په تېر اختر کې ملا هبت الله لمونځ کوونکو ته وینا هم کړې وه؛ خو د طالبانو ویاند دا ځل د خپل مشر د وینا په تړاو کومه خبره نه ده کړې.

دا څویم ځل دی، چې په کندهار کې د ملا هبت الله له لوري د اختر د لمانځه د امامت او ګډون خبره کېږي؛ خو لا تر اوسه یې هېڅ انځور یا سند نه دی خپور شوی.

له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د ارګ دننه هم د طالبانو لوړپوړو چارواکو په ګډون د اختر لمونځ مراسم ترسره شوي دي.

په ارګ کې د دغو مراسمو پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر نړۍوالو غږ کړی، چې له دوی سره دې سیاسي او اقتصادي تعامل ته لاره هواره کړي.

افغانان په داسې حال کې د ملا هبت الله تر واکمنۍ لاندې اخترونه نمانځي، چې پر هېواد لوږې خورا سخته څپه حاکمه ده او د غربت کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

همدا راز دغه ډلې په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو تر څنګ د بیان پر ازادۍ او ګڼو نورو برخو سخت بندیزونه لګولي دي.

د راپورونو له مخې، افغانستان اوس‌مهال د نړۍ تر ټولو خپه هېوا ګڼل کېږي چې وګړي یې خورا کمه خوشحالي لري.

نور خبرونه

رادیو