بغلان کې طالب چارواکي: په روان کال کې مو د ۲۵۰ ښځینه‌و په ګډون ۱۴۰۰ ښوونکي ګومارلي دي

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په بغلان ولایت کې د دغې ډلې د ځایي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې یې په روان کال کې په بېلابېلو ښوونځیو کې ۱۴۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارلي؛ خو له دې ډلې یوازې ۲۵۰ هغه یې ښځینه ښوونکې دي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست د تعلیماتو مسوول امان الله حقیار ویلي، چې ګومارنه په دغه ریاست کې د ازموینې له لارې ترسره شوې ده.

د هغه په وینا؛ د راروان ښوونیزو کال لپاره یې ۲۲ زره او ۲۴ تنه نارینه زده‌کوونکي او ۱۸ زره او ۲۳۸ ښځینه زده‌کوونکې جذب کړې دي، چې د لومړیو ټولګیو لپاره د ټولو جذب شوو زده‌کوونکو شمېر ۴۰ زره ۲۶۱ تنو ته رسېږي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د ۲۵۰ ښځینه ښوونکو د ګومارلو خبره کوي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو او طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره سم یادې ډلې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښونځيو دروازې وتړلې.

څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازي مرستیال جېمز کاریوکي د امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل؛ نو دوی وویل چې دغه پرېکړه لنډمهاله ده؛ خو له درېیو کالو هم ډېره موده وشوه، چې افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته په ټول افغانستان کې له شپږمو د لوړو ټولګیو ښځینه‌و ښوونکو برخلیک لاهم ناروښانه دی.

نور خبرونه

رادیو