د عراق لومړی وزیر محمدشیعه السوډاني وايي چې په ابو خدیجه مشهور د عراق او سوریه لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله مکي مصلحالرفیعي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) د داعش ډلې مشر «د عراق او نړۍ لپاره یو خطرناک ترهګر» یاد کړی دی.
د عراق لومړي وزیر زیاته کړې چې د داعش مشر د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا له دغې وسلهوالې ډلې سره د مبارزې لپاره د امریکا متحدهایالاتو د ایتلاف په همکارۍ وژل شوی دی.
اسلامي دولت (داعش وسلهوالې ډلې) کلونه-کلونه په سوریه او عراق کې پر مېلیونونو خلکو سختدریځه اسلامي واکمني تحمیل کړه او هڅه یې کوله چې په ټول منځني ختیځ، لوېدیځ او اسیا کې د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.
د اسلامي دولت پخواني مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې یو پر څلورمې برخې د خپل خلافت اعلان کړی و.
له دې څو میاشتې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام خبر ورکړی و چې داعش وسلهواله ډله په دې سیمو کې له کلونو-کلونوکمزورتیا وروسته د بیاراپورته کېدو هڅه کوي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د داعش وسلهوالې ډلې د ادعاوو پر بنسټ په یوې ارزونه کې ویلي چې یادې ډلې د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرمهال په عراق او سوریه کې ۱۵۳ بریدونه ترسره کړي دي.
د دغو بریدونو کچه څرګندوي چې داعش وسلهوال هڅه کوي څو په دې سیمه کې د تېرکال په پرتله خپل بریدونه دوه برابره کړي.