ژوند او روغتیا؛ که هره ورځ خټکی (خربوزه) وخوړل شي په بدن څه اغیزې لري؟

AP ۱۴۰۳ کب ۱۶

په دې خو پوهیږئ چې خټکی (خربوزه) په اوړي کې پېدا کیږي او د افغانستان د شمال خټکي خو دومره خوندور دي چې ساری نه لري. هغوی چې له افغانستان څخه بهر هېوادنو کې اوسیږي د وطن د خټکیو په خوند ښه پوهیږي او په ارمان یې دي.

دغه جوس لرونکې میوه نه یوازې د خولې خوند ښه کوي بلکې دېرې زیاتې روغتیايي ګټې هم لري.

تاسو به په کلیو کې روایتي خبرې اورېدلي وي، د مثال په توګه د خټکي په اړه په یو شمېر سیمو کې خلک په دې باور دي چې د سلو کالو زخم بیاځلې تازه کوي، خو تر اوسه طبي څېړنو دا نه ده ثابته کړې چې دا خبره رېښتیا ده او که یوازې یوه خبره ده چې په خلکو کې عامه شوې.

خټکی د ویټامین اې او سي ترڅنګ، نور ویټامینونه لکه B1، بي۶ او کې (K) هم لري او همدا ډول پوتاشیم، فولیټ، مسو، مګنیزیم او غذايي فایبر هم د دوی په خوړلو سره بدن ته رسیږي.

د دغې مېوې په خوړلو بدن ته څه ګټې رسیږي:

د بدن اوبو پوره کولو کې مرسته کوي

خټکی یا خربوزه په زیاته اندازه اوبه لري چې په ګرم موسم کې د بند د اوبو په پوره کېدو کې زیاته مرسته کوي. د خټکي خوړل بدن د تودوخې په وړاندې ژغوري.

د وینې فشار کنټرول ساتي

دا مېوه په خپل جوړښت کې پوتاشیم لري چې د وینې د فشار په کنټرولولو کې مرسته کوي.

د سترګو لید لپاره ګټور دی

خټکي د ویټامین اې او بیټا کیروټین په څیر عناصر لري چې ویټامین اې د لید لپاره خورا مهم دی او کمښت یې د لید بېلابېلو ستونزو ګواښ زیاتوي.

د بدن وزن کموي

موږ تل فکر کوو چې د خټکي ډېر خوړ به مو وزن زیات کړي چون په زیاته انداره خوږوالی لري خو دلته برعکس څېړنو ښودلې که تاسو غواړئ د بدن وزن کم کړئ، د خټکي مصرف درته ډېر ګټور تمامېدای شي.

دا مېوه له غوړ څخه پاکه ده پداسې حال کې چې طبیعي خواږه یې د شکرې لېوالتیا کموي، کوم چې د وزن کمولو کې مرسته کوي.

خو زه خپله تجربه تاسو سره شریکه کړم، کله چې ۱۹ کلنه وم زما خټکي ډېر خوښیدل او په زیاته اندازه مې دغه مېوه خوړله د دې مېوې خوړل د دې باعث شول چې زما وزن له ۵۵ کیلو څخه په یوه میاشت کې ۶۰ کیلو ته ورسیږي. د دې خبرې موخه مې داده چې په زیاته اندازه خوړل یې د وزن زیاتیدو باعث هم کیږي.

د شکرې ناروغۍ کنټرول هم امکان لري

په خټکي کې موجود مواد د وینې شکر د ژر لوړیدو مخه نیسي. همدا لامل دی چې دا مېوه د شکرې ناروغانو لپاره ښه ګڼل کیږي، مګر دوی باید د ډاکټر په مشوره خټکی وخوري.

د معافیت سیسټم پیاوړی کوي

ویټامین سي د قوي معافیت سیسټم لپاره مهم ګڼل کیږي او خټکي په دې ویټامین کې بډایه دي.

ویټامین سي د وینې د سپینو کورویاتو تولید هڅوي او دا حجرې د مختلفو ناروغیو لکه موسمي زکام سره مبارزه کې مهم رول لوبوي.

د قبض په وړاندې محافظت

فایبر یو غذایي توکی دی چې د عامو ستونزو لکه قبضیت په وړاندې د ساتنې په برخه کې رول لوبوي.

خټکي په زیاته اندازه فایبر لري او له همدې امله د قبض په مخنیوي کې مهم رول لري.

قبض اکثرا په بدن کې د اوبو د کمښت له امله رامینځته کیږي او پدې میوه کې د اوبو مقدار خورا لوړ دی.

د پښتورګو د تیږو په وړاندې محافظت

د پښتورګو تیږو اکثراً د کافي اوبو د نه څښلو یا په بدن کې د اوبو د کموالي په پایله کې رامنځته کیږي.

خربوزه یا خټکي په زیاته اندازه اوبه لري او له همدې امله د هغوی مصرف د پښتورګو د تیږو په وړاندې محافظت برابروي.

ښه خوب

د خټکي خوړل عضلات اراموي. له همدې امله د دې خوړل کولی شي د بې خوبۍ شدت کمولو کې مرسته وکړي.

د فشار کمول

د دې میوې خوړل دماغ ته د اکسیجن جریان زیاتوي، کوم چې فشار کموي او ارام بدن ته ورکوي.

زه مطمینه یم چې د خټکي د ګټو په پوهیدو به دغه مېوه حتماً د خوړلو په مهال ویش کې اضافه کوئ.

نور خبرونه

رادیو