حماس د ۴ یرغملو مړي سره صلیب ته وسپارل او اسراییل د فلسطین بندیان خوشې کړل

AP ۱۴۰۳ کب ۹

د بندیانو او یرغملو د تبادلې پر دوام؛ حماس د څلورو اسراییلي یرغمل شویو مړي سره صلیب ته وسپارل.
له بل پلوه بیا هغه بسونه چې فلسطیني بندیان لېږدوي؛ تازه غزې ته رسېدلي خو د خوشې شویو بندیانو کره شمېر لا معلوم نه دی.

لا تر اوسه په دغو بسونو کې د سپرو فلسطیني بندیانو شمېر نه دی خپور شوی.

الجزیرې تر دې نیم ساعت وړاندې راپور ورکړی و، چې اسراییل شاوخوا ۹۷ فلسطیني بندیان مصر ته سپارلي دي.
الجزیرې په خپله پاڼه کاږلي، دا د فلسطیني بندیانو هغه ډله ده، چې له فلسطین څخه جلاوطنه کېږي.
اسراییل ته د حماس له‌خوا د جسدونو له سپارلو وروسته اسراییلي چارواکو د دغو جسدونو لومړنۍ عدلي ازموینه ترسره کړه.
د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند د روان کال (د جنوري میاشت په ۱۹مه نېټه) ټینګ شو او د شته خنډونو سره، سره لاهم دوام لري.
دغه لومړی پړاړ اوربند به په روانه اوونۍ کې پای ته ورسېږي او د هغې د بل پړاو برخلیک، چې موخه یې د جګړې پای ته رسول دي؛ لاهم روښانه نه ده.
حماس وایي، چې تر اوسه پورې یې د دویم پړاو په اړه کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.
اسراییل د شنبې په ورځ وروسته له هغه چې حماس په یو لړ مراسمو کې شپږ یرغمل شوي کسان سره صلیب ته وسپارل؛ د فلسطیني بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ او تېره ورځ یې بیا د بندیانو د خوشې کولو لپاره شرط کېښود.

نور خبرونه

رادیو