پنټګان افغانستان انټرنشنل ته: راتلونکې اونۍ زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کېږي

AP ۱۴۰۳ کب ۴

د امریکا د دفاع وزارت‌خونې ویاند دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دولت د ښه‌والي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې کم‌والی رامنځته کېږي.

نوموړي دفتر د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به د راتلونکې اونۍ له پیل څخه د یاد وزارت پنځه زره او ۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شي.

د پنټاګون ویاند دفتر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته څرګنده کړې چې د لومړي پړاو او د ملکي کارکوونکو له ګوښه‌کېدو وروسته به د کارکوونکو د ګمارنې بهیر ودرول شي.

د امریکا د دفاع وزارت زیاته کړې: «د غیرضروري کارکوونکو ساتل د ټولو په ګټه نه دي او مالیه‌ورکوونکي په اضافي برخو کې د کاري ځواک د له منځه وړلو حق لري.»

دغه وزارت ټینګار کړی، چې دا اقدام د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ټرمپ دولت په دې وروستیو کې دوه میلیونه فدرالي ملکي کارکوونکو ته وړاندیز کړی چې د څو میاشتو تنخواوو په بدل کې له خپلو دندو لاس واخلي.

له دې مخکې وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی و چې سپینه ماڼۍ د امریکا د روغتیا او انساني خدمتونو په وزارت کې د زرګونو کارکوونکو د ګوښه‌کېدو لپاره پر یو اجراییوي فرمان کار کوي.

نور خبرونه

رادیو