د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې یې شپږ وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۴

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی، چې په پایله کې یې شپږ وسله وال وژلي دي.

تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې د وژل شويو وسله والو د ډلې په تړاو څه دي ویل شوي؛ خو په دې سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله وال ډېر فعال دي او وخت نا وخت له پوځ سره مخامخ جګړې هم کوي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سیمه کې به تر هغې عملیاتو ته دوام ورکړي، چې یاده سیمه په بشپړه توګه له وسله والو څخه پاکه کړي.

له دې ور اخوا د پښتونخوا چارواکو هم خبر ورکړی، چې په کورمې ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو او په تاوتریخوالي کې د ښکېلو غاړو پر ضد یې عملیات پیل کړي او په دې لړ کې یې «۴۸ هغه کسان» نیولي چې په سیمه کې یې رامنځته شوی کړکېچ پراخولو.

په پاکستان کې د وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د «ټي ټي پي» فعالیتونه او جګړې وروسته له هغې خورا پراخې شوې چې پر افغانستان طالبان بیا ځل واکمن شول.

پاکستان په وار وار اندېښنه څرګنده کړې چې افغان طالبانو تر خپل سیوري لاندې په افغانستان کې «ټي ټي پي» ته پټنځایونه ورکړي او له هغې ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه تنظیموي.

که څه هم طالبانو په وار وار دا ادعاوې رد کړي، خو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې یې د پاکستان یو پلاوی له «ټي ټي پي» سره په کابل کې د سولې مذاکراتو تر نامه لاندې جرګه کړ او دا یې ښکاره کړه چې ګني پر پاکستاني‌ طالبانو ځانګړی نفوذ لري.

د پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو هم په دغه ایالت کې له پراخیدونکي نا امنۍ څخه تنګ ته راغلي او په وار وار یې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ تورن کړی چې په لوی لاس د پښتنو په سیمو کې د جګړې اور ته لمن وهي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څه موده مخکې ویلي و، چې د پښتونخوا په ځینو سیمو کې د شپې د طالبانو حکومت وي او د ورځې د پاکستان د پوځ.

څه موده مخکې د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر وویل،‌ چې له افغان طالبانو سره یې یوازینۍ ستونزه د «ټي ټي پي» پر سر ده او له دې اخوا ورسره هېڅ ډول مسله نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو تښتیدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي بیا ادعا کوله چې د‌ پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د داعش وسله والو ډلې ته پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه ورکړي‌ دي.

هغه زیاته کړې وه چې پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو لپاره داعشیان روزي او بیا یې د ترهګریزو بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي، خو دغه هېواد د عباس ستانکزي څرګندونې بې بنسټه وبللې.

نور خبرونه

رادیو