پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ د‌ پاکستان د څارګرې ادارې له لاسوهنو شکایت کړی

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۶

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ډلې یو مکتوب افشا کړی، چې د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ په کې د‌ پاکستان له څارګرې ادارې شکایت کړی.

په دغه مکتوب کې د کونسلګرۍ چارواکو د‌ طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي چې «ای اېس ای» د دوی په جایدادونو کې لاسوهنه کوي.

په مکتوب کې راغلي چې د پېښور کونسلګرۍ غواړي په (قصه خوانۍ) سیمه کې د افغان بلډینګ په نوم خپل ملکیت په یو عصري مارکېټ بدل کړي‌ او د نوې نقشې به بڼه یې بیا اباد کړي‌، چې د پېښور ښاروالۍ ورته د دغو چارو د ترسراوي امر هم ورکړی دی.

په لیک کې راغلي چې د پېښور ښاروالۍ د «ای اېس ای» په مستقیمه لارښوونه یاد اجازه لیک بېرته لغوه کړی او دوی ته یې په دې تړاو مکتوب هم بېرته لېږلی؛ خو د طالبانو کونسلګرۍ د اعتراض په توګه یاد مکتوب نه دی تسلیم کړی.

د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ ادعا کړې چې د پېښور ښاروالۍ له دې کبله په ښکاره دا اجازه لیک لغوه کړی چې ګنې د تاریخي اثارو د خوندیتوب له کبله یاده ودانۍ نه شي ړنګولی او نه هم پرې نوې ودانۍ جوړولی شي.

کونسلګرۍ لیکلي چې په دې تړاو د پېښور د لرغونو اثارو ادارې ته عارض شول،‌ څو سپیناوی ترلاسه کړي؛ خو برعکس د استخباراتو له لوري دوی وګواښل شول.

پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر خپل بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی چې د‌ پاکستان څارګره شبکه د دوی د جایدادونو په برخه کې سخته لاسوهنه کوي.

هغه ویلي، ای اېس ای غواړي چې د افغان بلډینګ چارې تر راتلونکو ۱۱ کلونو پورې نورې هم وځنډیږي،‌ څو د قانون له مخې د سل کالو تر پوره کیدو وروسته یاد ځای په تاریخي اثارو کې وشمېرل شي او دوی په کې له ودانیزو چارو څخه راوګرځول شي.

په مکتوب کې راغلي چې افغان بلډینګ د پېښور کونسلګرۍ لپاره د طالبانو یوه ښه عایداتي سرچینه ده.

پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ مکتوب

په دې افشا شوي سند کې زیاته شوې چې د خېبر پښتونخواه د خېبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د طالبانو د کونسلګرۍ کارکوونکي چې د خپلو جایدادونو د پوښتنې لپاره ځي؛ نو هلته د پاکستاني استخباراتو له لوري له ستونزو سره مخ کېږي او ان هغه پولیس هم له دندو ګوښه کوي چې دوی د امنیتي تدابیرو لپاره خپلو جایدادونو ته بدرګه کوي.

په مکتوب کې د افغان بلډینګ ودانۍ قراردادي عبدالله پاچا ښودل شوی او په کې لیکل شوي چې نوموړی د پاکستان له استخباراتو سره نږدې اړیکې لري او هغه هم پر دغه ودانۍ د کارونو د مخنېوي په برخه کې په خنډ بدل شوی دی.

د طالبانو د پېښور کونسل له خپل بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې عبدالله پاچا دې افغانستان ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغواړي او که هغه ورنه شي؛ نو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دې د هغه شته جایدادونه ضبط کړي.

د افشا شویو سندونو له مخې په پاکستان کې د طالبانو سفارت په دې هېواد کې له دوی سره هر ډول چلند او د یاد هېواد د سیاسي وضعیت په تړاو له کابل سره معلومات شریک کېږي. په موندل شویو اسنادو کې څرګنده شوې چې طالبانو په ځلونه په خپلو مکتوبونو کې د پاکستاني حکومت له لوري له دوی سره له کیدونکي چلند څخه شکایتونه کړي او ان طالبانو په پاکستان کې سیاسي وضعیت په بېلابېلو وختونو کې ترینګلی بللی دی.

نور خبرونه

رادیو