د کرېکټ نړۍوالې شورا عظمت عمرزی د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند کړی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۹

د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغان کرېکټ لوبډلې الراونډر عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځينیو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند کړی دی.

له عظمت الله عمرزي سره درې نور نوماندان د سریلانکا ونېندوهسرنګا، کوشال مېنډِس او د ویسټ‌انډیز لوبغاړی شرفن روتِرفرډ هم دي.
عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال په یو ورځینیو لوبو کې ۴۱۷ منډې کړي، ۱۷ لوبغاړي یې اوټ کړي او درې کېچونه یې اخیستي دي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د دغه لوبغاړو لپاره انلاین رای اچونه پېل کړې.
ویل کېږي، چې دغه رایه اچونه وروستۍ پرېکړه نه شي کولی، خو له لوبغاړي سره بریاليتوب کې مرسته کولی شي.

نور خبرونه

رادیو