په جاپان کې د انسانانو د مینځلو ماشین جوړ شوی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱

په جاپان کې د انسانانو د مینځلو ماشین جوړ شوی دی.

د مصنوعي ذهانت (اې ای) ټیکنالوژۍ سره سمبال دا د مینځلو ماشین لومړی د انسان بدن تحلیلوي او بیا د مینځلو او وچولو پروسه پیل کوي.

دا عجیب او غریب ماشین جاپاني شرکت (Science Co) جوړ کړی، چې د کالیو مینځلو ماشین په څېر کار کوي او په ۱۵ دقیقو کې یو سړی پاکوي.

دا د یوې جنګي الوتکې د پیلوټ کابین په څېر ښکاري او ډیر ژر به د اوساکا کانسای اېکسپو کې نندارې ته وړاندې شي، چېرې چې زر کسان به د دغه ماشین کې د مینځلو تجربه ترلاسه کړي.

د شرکت په وینا، له نندارې وروسته به د دغه ماشین ډېر تولید پیل کړي.

کله چې یو کس د دغه ماشین پاستیکي برخې ته ننوځي ۵۰ سلنه یې له ګرمو اوبو ډکېږي او وروسته بیا په تېز فشار سره اوبه بهر کېږي.

دغه اوبه یو پیاوړی فشار رامنځته کوي، چې د پوستکي څخه خیرې لرې کوي.

مګر دغه شرکت ادعا کوي، دا ماشین نه یوازې د انسان بدن مینځي بلکې د اې ای ټکنالوژۍ په مرسته ذهن هم پاکوي.

له دې سره سره، داې ای ټیکنالوژي زاړه معلومات په پام کې نیولو سره د پلاستيک دننه ویډیو غږوي چې اعصاب ارامه کوي.

د شرکت په وینا، دا د فزیکي او ذهني تازه والي احساس زیاتوي.

په زړه پورې خبره خو دا ده، چې دا ډیزاین نوی ندی بلکې د ۱۹۷۰ له وخته ده، کوم چې په هغه وخت کې د جاپان په نړۍوال نندارتون کې ښودل شوی و، خو هېڅکله د عامو خلک لپاره نه و.

لا تراوسه دا نه ده روښانه شوې، چې دا ماشین به کله عامو خلکو ته وړاندې شي او د لګښت په اړه یې هم معلومات نه شته.

نور خبرونه

رادیو