د سویلي کوریا پولیسو د هغه هېواد د ولسمشر پر دفتر چپاو وروړی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱

سیمه‌ییزو سرچېنو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د سویلي کوریا د پولیسو د پلټنو یو ځانګړي کنډک د دغه هېواد د ولسمشر یون سوک یول پر دفتر یرغل کړی.

د راپورونو له مخې، پولیس دا مهال د لنډمهاله پوځي حکومت په تړاو پلټنې کوي چې د ولسمشر له‌خوا تېره اونۍ اعلان شوی و.
له دې سره هم‌مهاله د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د دغه ځانګړي ځواک له قوله ویلي، چې دغه ځواک د سویلي کوریا د دولت په څو نورو ادارو هم یرغل کړی.
د دغه راپور له مخې، دغه ځانګړی ځواک د ملي پولیسو او د سویلي کوریا د پارلمان د امنیتي خدمتونو دفتر ته هم ورغلی دی.
د دغو راپورونو له خپرېدلو وروسته، د سویلي کوریا رسنیو وویل چې د پولیسو د چپاو پر مهال ولسمشر په خپل دفتر کې نه و.
د سویلي کوریا ولسمشر تېره اونۍ د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ، چې په دغه هېواد کې د پراخو سیاسي لانجو لامل شو.

نور خبرونه

رادیو