د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ډونلډ ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل، هغه یوازینی مشر دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترې وېره لري.
هغه دارنګه په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره سره یوځای شي.
نوموړي دغه څرګندونې په پاریس کې د ټرمپ او د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
زیلینسکي ویلي، چې له دواړو مشرانو سره یې خبرې "ډېرې ګټورې" وې او هغه د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ "پیاوړي هوډ" څخه مننه وکړه.
هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو، چې امریکا د پام وړ اقداماتو د ترسره کولو وړتیا لري؛ هغه اقدامات چې نور یې نه شي ترسره کولی.»
زیلینسکي د سې شنبې په ورځ په اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یووالي ته اړتیا لري.
زیلینسکي وړاندې لیکلي، چې هغه د متحده ایالاتو نوي منتخب ولسمشر ته ویلي و چې پوتین "یوازې له هغه او شاید د چین څخه وېره ولري".