د پي ټي اېم غړی عالمزیب مسید له زندان نه خوشی شو

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی عالمزیب مسید خوشی شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې عالمزیب مسید د پنجاب له اډیاله زندان نه په ضمانت خوشی شوی.

له نوموړي سره د سجاد په نامه یو بل تن هم خوشی شوی.

زیب له پښتون قومي جرګې څو ورځې وړاندې په ډیره اسماعیل خان کې نیول شوی و.

د پي ټي ایم دغه غړی په پاکستان کې د ورکو شویو خلکو د لټون او شمېرو د ثبت د چارو فعال دی.

نور خبرونه

رادیو