ای اېف جې: روان ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۰

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) وایي، روان کال د خبریالانو لپاره "تر ټولو خونړی کال" و چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي.

د دغه فدراسیون په وینا، د دغو خبریالانو نیمایي یې په غزه کې وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون سرمنشي ویلي، که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو کسانو شمېره د ۲۰۲۳کال پرتله کمه شوې؛ خو بیاهم روان کال د خبریالانو لپاره یو خونړی کال یاد شوی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېره ۱۲۹ تنه وه.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۵۵ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.
دغه فدراسیون وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۳۸ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون سرمنشي وویل، چې په غزه کې "ډېری خبریالان" په قصدي ډول په نښه شوي دي.
د ای اېف جې د شمېرو له مخې، د وژل شویو خبریالانو شمېر د بې پولې خبریالانو پرتله خورا لوړ دی.
تر دې وړاندې د فلسطین د بشري حقونو یوه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې یوازې په تېرې نومبر میاشت کې په غزه کې ۱۸ خبریالان د اسراییلي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۹۲ خبریالان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو